لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د صوبو ترمنځ د اوبو د وېش دپاره کميټي جوړه کړی شوې


په پاکستان کې د شريکو ګټو کونسل په وروستيو کې يوه کميټي جوړه کړې چې د صوبو ترمنځ د اوبه خور د اوبو د وېش او د کال 1991م تړون ته بيا کتنه وکړي.

د کال 1991م په تړون/ معاهده د درې ليسزو راهسې درې صوبې خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سيند نيوکې کوي چې يو خو د دې تړون لاندې پنجاب ته زياتې اوبه ورکړی شوي او بيا يې د نورو صوبو د کمو برخو نه نورې اوبه هم اخستې دي.

په پاکستان کې د اوبه خور د څار ادارې (ايرسا) وياند خالد رانا وايي، د اوبه خور په وېش تر ټولو زيات خفګان سيند صوبه لري، يو دا چې وايي خپله برخه يې کمه ده او بل دا چې خېبرپښتونخوا ته د خپلې برخې د 30 نه تر 35فيصده پورې اوبه کمې مېلاويږي د هغې وجه د اوبو د سمبالښت يا استعمالولو د انتظام يا ډهانچې نشتوالی دی.

دغه رنګ نوموړی وايي دغه شان حساب د بلوچستان صوبې سره هم دی.

د پاکستان د اباسين د نهري نظام په 117ملينه اېکړه مکعب فټ اوبو کې د خېبرپښتونخوا برخه نهه ملينه اېکړه مکعب فټه اوبه دي خو دا صوبه يواځې اووه ملينه اېکړه مکعب فټه اوبه کارولی شي.

د خېبرپښتونخوا د اوبه خور پخوانی وزير سکندر شېر پاؤ وايي صوبه چې خپلې اوبه نه شي کارولی له امله يې صوبې ته ډېر مالي زيان اوختی دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د څو کاله وړاندې په حساب صوبې ته د 150اربه روپو تاوان اوختی دی اوس به دا نور زیات شوی وي، او نورې صوبې د دوی اوبه کاروي.

پوهان وايي ارسا چې د اوبه خور کره نظام نه لري دا د اوبو د تروړلو د بهانې دپاره نه شي په کار راوستل کېدی. دا اداره د صوبو دننه د اوبو د نظام قوي کولو زمه واري لري.

د کال 1991م د تړون وروسته د اباسين په ګڅ يا کيڼ اړخ د پنجاب دپاره د اوبه خورې درې غټ نهرونه جوړ کړی شوي دي، خو بل اړخ ښي لور ته د خېبرپښتونخوا پرتو جنوبي ضلعو د لکونو ايکړه ځمکه چې د اوبو د نشتوالي له امله شاړه پرته ده دغلته د چشمه کنال په منصوبه د لسيزو راهسې د جوړېدو په تمه د ځنډ ښکار ده.

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ډېره اسماعيل خان د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړی احمد کنډي وايي، دوی خپلې اوبه نه شي کارولی ځکه چې دوی په صوبه کې بنيادي ډانچه نه لري او د اربونو روپو اوبه چې صوبه نه شي کارولی نورو صوبو ته داسې روانې دي.

هغه وويل ځينې خلک نه غواړي چې ياده منصوبه جوړه شي ځکه چې د هغو برخه به بيا کميږي.

د اوبه خور د نظام کار پوهه اکبر هوتي وايي د پاکستان د بهېدونکو اوبه زياتره برخه د خېبرپښتونخوا ده خو د سرکاري شمېرو د اندازو ترمخه د دې صوبې 65 فيصده برخه باراني ده.

هغه وايي دریايې سيند ته چې څومره اوبه غورځيږي په هغې کې زیاته برخه د خېبرپښتونخوا د اوبو ده، هغه وايي د نوښار د خېراباد د پُل د لاندې 140 ملينه اېکړه اوبه تيږيږي.

هغه وايي د اوبو د وېش کومه فارموله چې جوړه کړی شوې هغه ورته ځکه سمه نه وايي چې د انصاف نه پکې کار نه دی اخستل شوی.

پوهان وايي د اوبو د وېش د کال 1991م تړون پارلیمان نه دی منظور کړی او د صوبو ترمنځ د اوبو وېش ډېرې تکنيکي ستونزې لري دا اوس موقع ده چې دا کميټي دې ته سمه کتنه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG