لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ار اېس اېف وژل شوې ښځينه ژورنالسټې عروج اقبال ته د انصاف ورکولو غوښتنه کړې


د بې پولې خبريالانو د تنظیم په وېنا د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې وژل شوې لومړۍ ښځينه ژورنالسټې ته تراوسه انصاف نه دی ورکړی شوی، د هغې د وژنې په مقدمه کې سزا نه ده ورکړی شوې او په دې قضیه کې کورني دودونه په کار راوستل شوي دي.

ار اېس اېف د پاکستان د پنجاب حکومت نه د عروج اقبال دپاره د انصاف ورکولو غوښتنه کړې ده.

د ازاد ژورنالزم او ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي د بې پولې خبريالانو تنظيم (رپورټرز ود اؤټ بارډرز، ار اېس اېف) د وژل شوې ژورنالسټې عروج اقبال په اړه يو تفصيلي پلټنيز رپوټ خپور کړی او ويلي یې دي دغه 27 کلنې ژورنالسټې چې خپله ورځپاڼه روانول غوښته، د تېر کال نومبر په مياشت کې په ډز ووژل شوه.

د ار اېس اېف په پاکستان کې استازي اقبال خټک ويلي،"د عروج اقبال وژنه د پاکستانيانو دپاره چېلنج دی"، د نوموړي په خبره "دا قضيه په پاکستان کې يو مثال دی چې څنګه په پاکستان کې غریب تن ته انصاف نه ورکړی کيږي او دا د دې ټولنې مجموعي ناکامي ده چې د هغې کورنۍ ته یې انصاف ور نه کړی شو".

د ار اېس اېف د ايشيا پېسفک مشر ډېنئيل بېسټرډ ويلي، "د عروج اقبال وژنه په پاکستان کې ښځينه ژورنالسټانو ته د امنيت نشتوالی په ګوته کوي، او ښځينه ژورنالسټانې بيا د هغو د نارينه چارواکو لخوا سپکاوی، ګواښونه او تشدد زغمي".

هغه ويلي "مونږ د پاکستان په لوړ پوړو عدالتي چارواکو غږ کړی چې په دې قضيه کې کومه استثنی ورکړی شوې په دغه لړ کې انصاف وشي، دوی د دغه ډول ناوړه چلند غندنه کوي، او که په دې کې کوم بدلون رانغلو دا به د نورو ښځينه ژورنالسټانو د وژنې سبب جوړيږي".

د ار اېس اېف د رپورټ ترمخه د عروج اقبال مور طاهر بېګم ویلي، ښکاره خبره ده چې لور يې د صحافت له امله په هدف شوې ده، هغې ويلي، لور یې ورته ویلي ؤ هغه هر څه تياره ده او په دوېمه ورځ هغه وويشتل شوه.

په رپوټ کې ويل شوي چې د عروج اقبال ورور ياسر ويلي، خور یې د هغې پخواني خاوند دلاور علي وژلې ده علي د (اېنټي کرائم) په نوم خپله ورځپاڼه لري، د ياسر په وېنا خور يې خپله ورځپاڼه جوړول غوښته خو هغه ووژل شوه، او هغه تور لګولی چې "یقيني دی چې خور يې دلاور وژلې ده".

د رپورټ ترمخه عروج اقبال د وژنې نه درې ورځې وړاندې په پوليس تاڼه کې د دلاور علي په ضد شکايت هم کړی ؤ چې تشدد پرې کوي بد سلوک ورسره ساتي او په بله ورځ (23 نومبر) هغه بيا خپلې کورنۍ ته تللې او خبر کړې يې وه چې دلاور ورته د مرګ ګواښونه کوي.

د عروج مور ويلي لور يې د واده نه وړاندې یو کال په اېنټي کرائم ورځپاڼه کې کار هم کړی ؤ. د خو د هغې د واده د لومړۍ ورځې نه د هغې بدې ورځې پېل شوې وې ځکه چې دلاور به ورسره وهل ټکول کول.

په رپوټ کې هغه خبرې په تفصيل سره ويل شوي چې د عروج اقبال په وژنه تورن دلاور په پوليس خپل اثر کاروي، او بيا د پنجاب اسمبلۍ يو غړي چودري شهباز ته لاس رسی کوي او هغه پکې د خپل اثر له امله د روغې جوړې خبره کوي د عروج کورنۍ مجبوروي چې په لس لکه روپۍ په دې قضيه کې روغه وکړي.

په ربورټ کې په قضيه کې دپوليس کمزورۍ او د ژورنالسټانو د تنظيمونو سره شوې خبرې هم په ګوته شوي دي.

اقبال خټک وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "د عروج اقبال وژنه هغه حالات په ګوته کوي په کوم کې چې پاکستاني ژورنالسټان کار کوي يا د کومو حالاتو سره مخ دي، په دې رپوټ کې هغه خبرې هم په ګوته شوي چې په پاکستان کې که په ځانګړي ډول، غريب يې او د کمزورې طبقې سره تعلق ساتې نو انصاف حاصلول ډېره ګرانه ده".

هغه وويل د پنجاب د حکومت نه په دې قضيه کې د انصاف ورکولو غوښتنه کوي.

د ار اېس اېف د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ښځينه ژورنالسټانې ډېرې کمې دي او په 19000 ژورنالسټانو کې يواځې 750 ښځينه ژورنالسټانې دي.

د بې پولې خبريالانو د تنظیم د روان کال 2020 د رپوټ ترمخه پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ او ژورنالسټانو دپاره د خطرناک 180 هېوادونو په فهرست کې په 145 نمبر دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG