لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب د يو ارب ډالرو بيرته اخستو وروسته پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې


د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه نوره هم لوړه شوې ده او پوهان وايي په پرانستي مارکيټ کې د لاک ډاون ختمېدو وروسته د ډالر غوښتنه زياته شوې. د سعودي عرب حکومت له خوا د ويړيا تېلو معاهده ځنډېدو له امله په پاکستاني روپۍ فشار زيات شوی دی.

د دې ترڅنګ پوهان دا هم وايي چې په ملکي کچه د ګرانۍ له امله د روپۍ قدر نور هم کم شوی دی.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او ای ډيوه ته ويلي کله چې په نړيوال مارکيټ کې د تېلو بيعې کمې شوې وې نو پاکستان هغه وخت د تېلو په اخستلو بندېز لګولی ؤ. د لاک ډاون ختمېدو وروستو د تېلو په غوښتنه کې سېواوالی ليدل کېږي. د دې ترڅنګ د سعودي عرب سره د معاهدې ختمېدو وروستو به اوس په نقدو پېسو تېل اخستل کېږي چې له کبله يې د ډالر غوښتنه زياته شوې ده.

د ملک بوستان په وينا د پاکستان اقتصاد مثبت اړخ ته روان شوی ؤ او تېره مياشت برامداتو کې زياتوالی راغلی، تجارتي خساره کمه شوې او سټاک مارکيټ هم مثبت اړخ ته تللی ؤ خو اوس د تجارتي هلو ځلو بيا پېل کېدو سره د ډالر په غوښتنه کې زياتوالی راغلی دی.

دا وخت په پرانستي مارکيټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه ۱۶۸ روپۍ او دوه پېسې ده او ډالر په ۱۶۸ روپۍ نهه پېسې خرڅول کېږي.

د کاروباري اونۍ په لومړۍ ورځ د روپۍ قدر ۶۰ پېسې کم شوی دی او د ډالر بيعه ۱۶۹ روپۍ ته رسېدلې وه.

د اقتصاد چارو کار پوهه ژورنالسټ وکيل رحمان وايي په ملک کې اقتصادي هلې ځلې زياتې شوې دي او په ګرانۍ کې د زياتوالي له امله پنګه وال اوس په ډالر کې سرمايه کاري کوي.

په پاکستان کې ورځپاڼې وايي د سعودی عرب سره د تاوتريخوالي له امله سټاک مارکيټ هم اغېزمن شوی دی او تېره اونۍ د پاکستان حکومت د سعودي عرب په غوښتنه يو ارب ډالر قرض هم بېرته ورکړی دی.

پوهان وايي د دې پېسو د بېرته ورکولو اثر د پاکستان په زرمبادله نه دی پرېوتی ځکه چې دا پېسې د چين حکومت پاکستان ته ورکړې وې.

اوس دا ويرې هم څرګندېږي چې د سعودي عرب ترڅنګ متحده عرب امارات هم د پاکستان په بېنک کې پرتې خپلې پېسې بېرته واخلي خو په سرکاري توګه د دې پخلی نه دی شوی.

د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ په ۲۰۱۸م کې د شپږ اعشاريه دوه اربه ډالره قرض لاسليک شوی ؤ چې پکې درې اربه ډالره قرض او د درې کالو لپاره د درې اعشاريه دوه اربه ډالره ويړيا تېلو لوظنامه لاسليک شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG