لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د بي آر ټي (چټک بس) پرانسته وشوه، خو سوالونه پرې اوس هم راپورته کیږي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پېښور بي آر ټي يا چټک بس پرانسته وکړه، په پېښور کې د بي آر ټي بسونه روان شو خو اوس هم په دې پروژه پوښتنې را ولاړيږي چې نيمګړتياوې پکې شته دی.

د بي آر ټي پروژه د کال 2017م د اکتوبر په مياشت کې د 66 اربه روپو په لګښت پېل کړی شوې چې اوس ويل کيږي په دې پروژه لګېدونکې روپۍ 70اربه ته نزدې شوي دي، خو چارواکي وايي 66 اربه روپۍ پرې لګېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا د هغه وخت وزيراعلی پروېز خټک ويلي ؤ چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې پوره کولی شي خو د دې پروژې د وروستو والی باوجود په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت دعوه کوي چې د بي آر ټي جوړولو کړې ژمنه يې پوره کړه.

خو ځايي خلک او څيړونکې د پي ټي آيي په حکومت ټکونه کوي چې نه خو دا پروژه په خپل وخت پوره شوه، جوړېدل يې د پېښور د خلکو دپاره د تکليف سبب جوړ شوی او بل دا چې اوس هم که پوره شوه ټول کارونه يې سرته نه دي رسېدلي.

ژورنالسټ مشتاق يوسفزی وايي دې وزيراعلی محمود خان په خپله ويلي ؤ چې بي آر ټي يې په مرۍ کې هډوکی نښتی دی.

د بي آر ټي په جوړښت کې د وروستو والي په علتونو کې تر ټولو غټ د صوبې د حکومت کوتاهي ښودل کيږي چې د پروژې پېل کولو نه وړاندې د دې په جوړولو پوره کار نه ؤ شوی ځکه د دې پروژې د نقشې په روانه روانه کې بيا بيا بدلولونه شوي دي.

په بي آر ټي کله کار پېل شوی؟

د بي آر ټي پروژې پرانسته د کال 2017م د اکتوبر په مياشت کې د هغه وخت د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېز خټک کړې وه، هغه ويلي ؤ د 46اربه روپو په لګښت به دا پروژه په شپږ میاشتو کې پوره کولی شي.

د دې پروژې سره د سوات موټروی يا اېکسپرېس وی چې د بي آر ټي نه مخکې يې پرانسته شوې وه خټک د دغه پروژې پوره کولو دپاره هم د شپږ مياشتې مودې ويلي ؤ.

خو مشتاق يوسفزی وايي نه خو بي آر ټي په شپږ مياشتې کې پوره شوه او نه د سوات اېکسپرېس وی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په بي آر ټي کې اوس هم نيمګړتياوې شته لکه، د ګاډو د ودرولو ځايونه، پلازې يا ودانۍ جوړول او د سايئکلو دپاره چې کومه لار وه هغه نه ده پوره کړی شوې.

بنګش وايي د بي آر ټي منصوبه مکمل کړی شوې، خو نيمګړتياوې شته دی

د وزيراعلی محمود خان د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش ویلي دا پروژه مکمل کړی شوې او دې ته يې د سويلي اسيا تر ټولو معياري پروژه وي.

خو په 27کلوميټر بي آر ټي کې د ګاډو د ودرولو ځايونه او پلازې يا ودانۍ جوړول پاتې دي او د سايئکلو چلولو دپاره لاره هم نه ده پوره کړی شوې.

بي آر ټي به څوک چلوي؟

راپورونه وايي د بي آر ټي بسونه چې روان شي په لومړو کې به حکومت دې ته پېسې ورکوي چې خرڅ يې پوره کړي ځکه چې دا پروژه به په خپله د دې جوګه نه وي چې خپل خرڅ په خپله پوره کړي.

مشتاق يوسفزی وايي د خېبرپښتونخوا حکومت په خپله دا خبره کوي چې پېسې ورسره نشته بيا سوال دا راپورته کيږي چې دې بي آر ټي ته به پېسې د کوم ځای نه پوره کولی شي؟ دا به د وخت سره مالومه شي.

خو د پېښورښار پرمختيايي ادارې يا پي ډي اې مشر سيد ظفر علي شاه وي او ای ډيوه ته وويل چې کوم کارونه په دې پروژه کې نيمګړي پاتې دي هغه به ډير زر مکمل کړې شي او دا چې د بي ار ټي د پاره به د دې منصوبې لاندي جوړې شوو پارکنګ پلازو او دوکانونو نه خرچه پوره کولی شي۔

د بي آر ټي راتلونکی به څه وي؟

څيړونکي دا هم وايي دا پروژه به څومره کاميابه وي چې خلک ځان پله راولي چې خلک هم په دې کې سفر وکړي، حکومت په دې پروژه کې پاتې نيمګړتياوې او څنګه دعوې چې د حکومتي چارواکو لخوا کيږي که هغه عملي شوې نو بيا هم دا به وخت مالوموي چې د بي آر ټي راتلونکی به څه وي؟.

خو پوهان وايي که د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف د حکومت اوسني چارواکي هم لکه د تېر په څېر تشې خبرې کوي، نو په دې پروژه د وړاندې نه کېدونکې پوښتنې به نورې سېوا کيږي.

د بي آر ټي مقدمه

د جمعيت علما اسلام ف ډلې يو مشر مولانا امان الله حقاني په بي آر ټي کې د مالي ګډوډيانو دپاره پېښور هايکورټ ته خواست کړی ؤ او هايکورټ بيا مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ته د دې د پلټنو هم ویلي ؤ، خو د خېبرپښتونخوا حکومت د سپريم کورټ د لارې دغه پلټنې په ځای ودرولي دي.

د راپورونو ترمخه تېر کال اېف ايي ای پلټنې پېل کړې خو روان کال بيا سپريم کورټ اېف ايي ای د دې پلټنو کولو څخه ودرولې وه.

مولانا وي او ای اردو ته ويلي د بي آر ټي د پرانستې وروسته به سپريم کورټ ته ځي چې د دې پروژې د پلټنو ودرولو دپاره يې کوم حکم کړی هغه ختم کړي او د دې پروژې پلټنې وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG