لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د بیروت د چاودنې په اړه پلټنې کوي


واشنګټن – د امریکا جګ پوړي ډپلوماټ ډېوېډ هېل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په بېروت کې وویل، د امریکا د فېدرالي پلټنون اداره یا اف بي آی به د لیبنان او نړیوالو پلټونکو سره یوځای د لیبنان په پلازمېنه کې د وروستۍ چاودنې په اړه پلټنې وکړي.

په دغې چاودنه کې په لسګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي وو.

ډېوېډ هېل په بېروت کې له هغې سیمې څخه د لیدنې پر وخت چې په چاودنه کې سخته ویجاړه شوې وه وویل، چې اف بي آی به په دغو پلټنو کې د لیبناني چارواکو په بلنه برخه واخلي.

هغه وویل، په پلټنو کې د اف بي آی له ګډون څخه دا څرګندېږي چې امریکا له لیبنان سره له چاودنې وروسته د حالاتو په کابو کولو کې مرسته کوي.

ټاکل شوې ده چې هېل به په راتلونکو دوو ورځو کې د لیبنان له چارواکو سره هم وګوري.‌

په لیبنان کې د امریکا سفارت ویلي دي، چې تمه ده هېل به له چارواکو سره د لیدنې پر وخت د اصلاحاتو پر اړتیا ورسره خبرې وکړي.

د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په سر کې د لیبنان د پارلمان مشر نبي بېري په چټکۍ سره د نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

وکیلانو له چاودنې وروسته د حکومت لخوا د دوه اونیو بیړنی حالت هم تصویب کړی وو.

د لیبنان دولتي رسنۍ وايي، بېري په پارلمان کې له وکیلانو څخه د اګست د څلورمې له چاودنې وروسته په لومړنۍ غونډه کې غوښتي دي، چې د نوي حکومت جوړېدل دې چټک کړای شي.‌

وکیلانو دغه راز د نوې کابینې پر سر هم سلا مشورې پیل کړي دي چې دا به یوه پېچلې مسله ځکه وي چې د دغه هېواد حکومت د بېلا بېلو ډلو لخوا په شریکه جوړ شوی دی.

د لېبنان په پلازمېنې بېروت کې د اګسټ په څلورمه په یوې زوروې او خونړۍ چاودنه کې ۱۷۲ کسان وژل شوي‌، تر ۶۰۰۰ زیات ژوبل شوي او تر درې لکو زیات کسان بې کوره شوي دي.‌

راپورونه وايي، دغه چاودنه د ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټریټ د چاودنې له امله چې د تېرو شپږو کلونو په دوره کې په ناسمه توګه زېرمه شوي وو شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG