واشنګټن - د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دا ومنله چې دوو بهرنیو هېوادونو په رسمي توګه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې څخه د شپږو یا اوو تنو د خوشې کېدو په اړه خپله اندېښنه د افغانستان د بهرنیو چارو له چارواکو سره شریکه کړې ده.
صدیق صدیقي دغه خبرې د ګل یا دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې او وویل، افغان حکومت له نړیوالو شریکانو سره ددې مسلې د حل لپاره په شریکه کار کوي.
هغه وویل، د یادو طالب بندیانو یو شمېر نه یواځې افغانستان بلکه سېمې او نړۍ ته هم ګواښ دی.
ښاغلي صدیقي وویل، که له طالبانو سره په کم شمېر پاتې افغان امنیتي سرتیري خوشې کړای شي نو د سولې د خبرو د نور ځنډېدو لپاره به کوم دلیل نه وي پاتې.
هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې پاتې افغان سرتیري دې خوشې کړي.
صدیقي وايي، د طالبانو لخوا تر اوسه پورې په خوشې شویو بندیانو کې ګڼ ملکي وګړي دي نو دغه ډله باید ټول بندي امنیتي سرتیري خوشې کړي.
صدیق صدیقي وړاندې وویل، د افغان حکومت مرکچي پلاوی چمتو دی چې هر وخت د سولې له بهیر سره یوځای شي خو هغه ادعا وکړه چې طالبان د سولې خبرو ته نه دي تیار.
افغان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو لخوا د خپلو ۵۰۰۰ ورکړل شویو بندیانو له لست څخه ۴۶۸۰ تنه خوشې کړي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې هغه طالب بندیان دې نه خوشې کوي چې په افغانستان کې د فرانسوي سرتېرو په وژنه کې ښکېل وو.
دې ته ورته غوښتنه ددې میاشتې په سر کې استرالیا هم کړې وه.
افغان څېړونکي فکر کوي ځینې حلقې او وګړي دواړو غاړو ته هڅه کوي وړې مسلې د غټو مسلو په څېر راپورته کړي تر څو د سولې د خبرو په بهیر کې خنډونه جوړ کړي.
د علي شا وجدان په نامه یو افغان کارپوه امریکا غږ ډیوې ته وویل، "د بندیانو خوشې کول د بین الافغاني خبرو په برخه کې یوه لویه مسله شوې ده."
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصر الله ستانکزی وايي، داسې کسان د سولې د بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي.
افغان خبریال او کارپوه سمیع یوسفزی وايي، طالبان غواړي چې لومړی یې پاتې بندیان د بهرنیو هېوادونو له ملاحظاتو پرته خوشې شي بیا به دوی د شپږو اوو تنو بندیانو په اړه پرېکړه وکړي.
هغه وویل، طالبان به په قطر کې خپل پوځي دفتر ته تر ستنېدو وروسته د پاتې شپږو بندیانو په اړه پرېکړه وکړي چې په اړه یې استرالیا او فرانسې له افغان حکومت څخه د هغوی د نه خوشې کېدو غوښتنه کړې.
په ورته وخت کې یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پېلېدو غوښتنه کړې.
دغه ګډه تحریک د ګل یا دوشنبې په ورځ له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د سولې په بهیر کې د بهرنیانو د مداخلې مخنیوی وکړي.
یو پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین امریکا غږ ته وویل، امریکا او متحدین یې باید د سولې لپاره د جګړې دور هېر کړي او ولسمشر غني یې هڅولی دی چې د طالبانو د پاتې ۴۰۰ کسیز لست بندیان خوشې کړي.
ټاکل شوې وه چې بین الافغاني مذاکرات د دوحې په پلازمېنې قطر کې د اګسټ په ۱۶ نېټه پیل شوي وای خو د بندیانو د مسلې پر سر دغه مذاکرات په ټاکلي وخت پیل نه شول.