لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ په کابل کې راکټې ويشتل شوي


د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې نمانځلو په مهال نن د نهې/ سه شنبې په ورځ په کابل کې په څو ځايونو کې راکټې توغول شوي دي، چې پکې چارواکو د لسو تنو ملکي وګړو ژوبلېدو ويلي دي.

افغانستان نن د خپلواکۍ 101 کليزه نمانځي.

په سمدستي ډول د راکټي بريدونو زمه واري چا نه ده منلې.

دای پي خبري ادارې ترمخه د کورنيو چارو د وزارت ترمخه د کورنیو چارو د وزارت وياند طارق ارين ويلي، د کابل په ختيځ او شمالي برخو کې د دوه ګاډو نه 14 مارټرې ويشتل شوي دي.

هغه ویلي زياتره مارټرې د ابادۍ په علاقو کې لګېدلي دي.

د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نن په کابل او نورو ځايونو کې هم دستورې راجوړې شوې وې.

صدارتي ماڼۍ ارګ ویلي ولسمشر اشرف غني د خپلواکۍ د کاليزې په درناوي د دفاع په وزارت کې د استقلال په څلي د ګلونو ګېډۍ اېښودې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG