لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمال شاه وايي د بابړې په پېښه فلم جوړوي


پښتون هنرمند او هدايت کار جمال شاه وايي د بابړې په پېښه فلم جوړوي او غواړي چې د فلم د لارې ځوان کُول او نړۍ په دغه پېښه خبر کړي چې په 12م اګست 1948 کې په بابړه کې څه شوي وو.

جمال شاه وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د نوي کُول سره نړۍ ته ښودل غواړي چې په بابړه کې ظلم شوی په پرامنه خدای خدمتګارو باندې، او په غلطه طريقه کښېنول شوي حکومت په پُرامنه خلکو باندې وسله راپورته کړه او وې وژل.

نوموړی وايي په تاريخ او نصاب کې دغه ډول پېښې پټې ساتل شوي ځوان کُول او خلک پرې نه دی خبر کړی شوی ځکه د دوی سره د ليک، فلم، ډرامې يا موسيقۍ لاره ده چې پښتانه د خپل تاريخ او د دوی سره د شوي ظلم څخه خبر کړی شي.

هغه زياته کړه په ټولنيزو رسنيو يې د بابړې د پېښې په اړه پوښتنه کړې وه چې که د چا سره په دغه اړه څومره مالومات وي د هغه سره دې شریک کړل شي او بيا ورته نه يواځې په ټولنيزو رسنيو مثبت ځواب وويل شو بلکې په باچا خان مرکز کې ورته ډاکټر سهېل او خادم حسېن او نورو د فلم دپاره ډېر تاريخي مواده ورکړي دي.

په پاکستان کې د سنسرشپ په اړه نوموړی وايي هغه پرې خبردی ځکه هغه به دا فلم په پښتو، انګرېزۍ ژبو کې جوړوي چې نړيوال هم په دغه پېښه خبر کړي، هغه زياتوي کله که فلم په مستندو موادو جوړ وي هغې ته مسلې نه وي او که بيا هم وي نو هغه کولی شي چې دا فلم د پاکستان نه بهر خپور کړي.

جمال شاه وايي لګيا دی د دغه پېښې په اړه نور هم مالومات رايوځای کوي او هڅه کوي چې د فلم د لارې د يادې پېښې پوره احاطه وکړي.

ډاکټر سهېل چې په باچا خان پوهنتون کې د پښتو څانګې مشر دی او په خدای خدمتګارو يې څيړنه کړې ده وايي جمال شاه ته يې خپله څيړنه او د خدای خدمتګارو په اړه لیکنې او نور ټول مالومات ورکړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د فلم په اړه هغه وويل په پېښو جوړېدونکو فلمونو کې داسې نه وي چې سل په سله د پېښې يا واقعې سره انصاف شوی وي او هم هغه رنګ عکاسي يې شوي وي خو وايي که جمال شاه خواري وکړي او سنجيده هڅې يې وکړې نو د 70 نه تر 80 فيصده پورې د بابړې د پېښې د فلم په ښه ډول وړاندې کولو کې کاميابېدی شي.

نوموړي زياته کړه فلم د دغه ډول پېښو د ياد ساتلو او خلکو ته وړاندې کولو دپاره ښه لاره ده چې خلک پرې خبر کړی شي او هغه وويل په بابړه به دا لومړی مستند فلم وي چې جوړ به شي.

عوامي نيشنل ګوند تور لګوي د کال 1948م په 12م اګست د چارسدې په بابړه کې د هغه وخت د قيوم خان حکومت په پرامنه خدای خدمتګارو نېغې ډزې کړې او د 600 نه زيات پرامنه احتجاج کوونکي يې وژلي وو.

راپورونه د قيوم خان د خلې د بابړې د پېښې په اړه وايي په بابړه کې 144 ماده لګول شوې او د هغې سرغړونه شوې وه.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG