لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې په کېلیفورنیا کې زیات اور لګېدلی او لا مړ نه دی، پینځه تنه مړه او لسګونه ټپیان


واشنګټن ــــ د امریکې په لوېدیځ کېلیفورنیا ایالت کې په سلګونو ځنګلونو کې تر بل هر وخت پراخ اور لګېدلی چې په نتیجه کې یې تر اوسه پینځه تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي خو لا هم اور نه دی مړ شوی او ګورنر یې د وژلو لپاره مرسته غوښتې ده.

د کېلیفورنیا ګورنر ګېون نیوسم وایي دا مهال تر دوولس زره زیات اوروژونکي د اور د وژلو هڅه کوي خو لا یې هم په وژلو نه دي بریالي شوي او نوموړي د امریکې له نورو لسو ریاستونو، کېنېډیا او اسټرېلیا په دې برخه کې مرسته غوښتې ده.

ګورنر ویلي اسټرېلیا چې لوی ځنګلونه او د نړۍ تر ټولو ښه اوروژونکي لري، هیله من دی چې د اور په وژلو کې به ورسره مرسته وکړي.

د جمعې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د کېلیفورنیا ګورنر وویل، د شمالي سیمو په 650 ځنګلونو کې لګېدلي اور ډېره پراخه تباهي کړې ده او وایي شاوخوا یو لک کسانو ته یې امر کړی چې له خپلو کورونو خوندي ځایونو ته کډه شي:

"په اوسني تاریخ کې په کېلیفورنیا کې 20 غټ اورونه دي‌ چې زموږ په ځنګلونو کې لګېدلي دي دا اووم لوی اور دی، موږ په ډېرو ډېرو کلونو کې داسې اور نه وو لیدلی، دغه اورونه زموږ وسایلو او زموږ کارکوونکو ته پسې را غزېږي، دا وخت دوولس زره کسان د دې اور په مړه کولو اخته دي".

د چارواکو په وینا اور ځنګلونو ته څېرمه ابادۍ ته هم رسېدلی او شاوخوا پینځه سوه کورونه او نورې ودانۍ یې سوځولې او تباه کړې دي. د اور له کبله تر اوسه د شپږو تنو د مړینې او د 43 کسانو او اوروژونکو د زخمي کېدو خبر ورکړی شوی دی.

د رپوټونو له مخې د جمعې تر ورځې پر 2,020 مربع کیلومیټره مځکه باندې پروت ځنګله کې اور لګېدلی وو، خو وایي په سیمه کې د زیاتې ګرمۍ له کبله اور لا پسې خپرېږي او د وژلو چارې یې له ستونځو سره مخ دي.

په ځنګلونو لګېدلي اور هلته په "ریډ ووډ" سیمه کې هغو ځنګلونو ته خطر پېښ کړی چې زرګونه کاله پخواني دي، ځکه چې اور د دې سیمې په "ریډ ووډ سټېټ پارک" کې ودانیو ته مخکې له مخکې زیان اړولی دی.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کېلیفورنیا پر چارواکو تور لګولی چې وایي له اوره په ژغورلو کې یې د ده پر وړاندیزونو عمل نه دی کړی. د پنجشنې- زیارت په ورځ په پینسلوېنیا ایالت کې د خبرو په مهال ولسمشر ټرمپ وویل له تېرو درو کلونو د کېلیفورنیا چارواکو ته په ځنګلونو کې د اور لګېدو د خطر د مخنیوي مشوره ورکوي خو وايي هغوی یې خبرې ته غوږ نه دی نیولی:

"د کېلیفورنیا چارواکو ته مې مشوره ورکړې وه چې باید د خپلو ځنګلونو مځکې پاکې کړئ، باید ځنګلونه صفا کړئ، هلته له کلونو کلونو راهیسې ډېرې زیاتې پاڼې او ماتې ونې خورې ورې پرتې دي چې ډېر ژر اور اخلي، اوس بیا په کېلیفورنیا کې پراخ اور لګېدلی چې کېدای شي موږ یې زیات تاوان ووینو".

ګورنر ګېون نیوسم له اوره د اغېزمنو کسانو د یوه لنډمهالي کېمپ د لیدو په وخت په خپله وینا کې وویل، د ځنګله دغه اور د موسمي بدلون ښکاره ثبوت دی

د اور لګېدو له کبله د کېلیفورنیا تر دوه درځنه زیات پارکونه یا خو په بشپړ یا په برسېرن ډول بند کړل شوي او خلکو ته یې د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

چارواکي وایي په وچکالۍ کې د کېلیفورنیا په ځنګلونو کې په تېرو وختونو کې د انساني غلطۍ، د تندر پرېوتو او د تېز باد له کبله د ونو د وچو څانګو سره لګېدو له کبله د اور لګېدو پېښې شوې دي چې لوی تاوانونه یې پېښ کړي خو وایي دا اوسنی اور د دې ریاست په تاریخ کې تر ټولو پراخ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG