لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

که طالبان القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې ونه شلوي،دسولې تړون به ونه شي، حنیف اتمر وایي


دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي حنیف اتمر ویلي که طالبانو القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې غوڅې نکړې نو دسولې هیڅ رقم تړون به ونه شي.

خو څېړونکي وایي هر څو که طالبانو ته القاعده اؤ نورو وسله والو ډلو سره خپلې اړېکې شلول یو مشکل عمل دی خو امریکا سره دشوي تړون له مخې مکلف دي چې دنورو ټولو وسله والو ډلو څخه ځانونه جلا کړي.

برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره د سه شنبې په ورځ خبرو کې ښاغلي حنیف اتمر ویلي طالبانو سره دسولې خبرې دوه اهداف لري، یو دا چې دطالبانو اؤ افغان دولت سوله دې تلپاتې وي اؤ دوهم دا چې باید طالبان دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره دخپلو اړیکو نه لاس واخلي.

هغه زیاته کړې چې که چرې طالبان دالقاعده اؤ نورو نړیوالو یا سیمه ییزو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې ونه شلوي نو دسولې هیڅ رقم تړون به ونه شي.

طالبانو لا د افغان دولت ددې څرګندونو په وړاندې خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې ویلي وؤ چې که امریکا ورسره دافغانستان نه دخپلو ځواکونو د ویستلو ژمنه سرته ورسوي نو هغوئ به بیا چاته افغانستان کې دګډوډۍ اجازه ورنکړي.

تر دې مهاله طالبانو په واضحه ټکو کې نه دي ویلي چې ایا القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړېکې شلولي دي که نه ؟

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي سږکال چې دفرورۍ په ۲۹مه دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دوحه کې کوم دسولې تړون شوی دهغې له مخې طالبان ذمه واري لري چې دالقاعده اؤ نورو وسله والو ډلو نه به ځانونه جلا کوي.

وي او ای ډیو سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل دالقاعده اؤ نورو وسله والو ډلو سره دطالبانو د اړیکو په هکله نه یوازې دافغانستان دننه بلکې په امریکا اؤ نورو هیوادونو کې هم اندېښنې شته همدغه لامل دی چې دسولې له تړون وروسته هم امریکا،افغان دولت اؤ ځېنو نورو هیوادونو په دې اړوند خپل دریځونه واضحه کړي دی.

طاهر خان وایي” صدر ټرمپ خو حتی په دې وروستیو کې ډیر ډاګیز ویلي چې که دسولې دتړون نه وروسته هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو نه څه رقم ګواښ رامخته شو نو امریکا به یې په سخته ځواب ورکوي”

هغه وایي دصدر ټرمپ دا څرکندنې ښایي چې امریکه سره تر اوسه دطالبانو اؤ دنورو وسله والو ډلو ترمنځ خپلو کې داړیکو اندېښنې شته .

نوموړي زیاته کړه د دوحې په تړون کې دا څو نکات ډیر په واضحه ډول فیصله شوي چې امریکا به دطالبانو په غوښتنه دافغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي خو ددې په بدل کې به طالبان دخپل واک لاندې سیمو کې هیڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي .

هغه وویل اوس چې امریکا طالبانو سره خپلې ژمنې پوره کوي نو طالبان هم مسولیت لري چې امریکا سره خپله ژمنې ترسره کړي ځکه چې د دوحې په تړون کې نړیوال شاهدان یا ضامنان هم شته.

دطالبانو یو لوړ رتبه پلاوی دامهال د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ اسلام اباد ته په سفر دی اؤ څېړونکي وایي په دې سفر کې به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو د راتلونکي پړاؤ په اړوند ځېنې مهمې پرېکړې وکړل شي

XS
SM
MD
LG