د پاکستان په سيند صوبه کې د بارانونو له امله د صوبې حکومت بېړني حالت اعلان کړي دي، د موسمیاتو محکمې د ملک په جنوبي برخو کې نن د شورو، او د ملک په برنو علاقو کې سبا د زيات د ورځې پورې د بارانونو امکان څرګند کړی دی.
په کراچۍ کې د ګل/ دوشنبې په شپه د پېل شوي باران سلسله د نهې/ سه شنبې د شپې پورې روانه وه، خو په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې چارواکي وايي د زيارت د ورځې پورې د باران امکان موجود دي.
د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه په کراچۍ کې د بارانونو له امله د بجلۍ د کرنټ څخه څلور تنه هم مړه شوي دي.
په کراچۍ ښار کې د بارانونو له امله په ژورو علاقو کې اوبه کورونه ته ننوتي او په سړکونو ډنډ شوي دي.
پرون د نهې په ورځ د کراچۍ په ګلستان جوهر علاقه کې يو خټ يا غر ښوېدلی چې له امله څو ګاډي او موټر سايکلې د خاورو او ګټو لاندې راغلي تباه شوي دي.
وزيراعلی سيند مرادعلي شاه د کراچۍ مختلفو علاقو ته ورغلی او منلې يې ده چې د زياتو بارانونو له امله د ښار په سړکونو او ځینې علاقو کې اوبه ډنډ شوي او هغه دا هم منلې ده چې په ځینو علاقو کې د اوبو ويستلو انتظام ښه نه دی د هغې دپاره کار کوي.
د پاکستان پوځ هم ويلي په کراچۍ کې د بارانونو په مهال د اوبو ويستو او د خلکو مرستې کوي.
په کراچۍ کې چارواکي مني چې د بدانتظامي ابادۍ او په ښار کې د خځلو نه لرې کولو او د اوبو په نالو د ابادۍ کولو امله د اوبو وتلو لارې بندې شوي دي.
د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله په کراچۍ، حېدر اباد، ټهټه او بدين ترڅنګ د بلوچستان په قلات، خضدار او لسبېله کې د سېلابونو راتلو خطره څرګنده کړې وه.
محکمې د شورو او زیارت په ورځ په پېښور، چارسده، مردان او هري پورې کې د تېز باران او د خېبرپښتونخوا په برنو علاقو کې د غرونو ښوېدو د خطرې ويلي دي.
د موسمیاتو د محکمې په خبر کې اړونده ادارو ته د چمتو کېدو ويل شوي دي.