لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ کې نرښځی دخپل کور دننه وژل شوی


پولیس وایي د انګوري په نوم مشهور دا نرښځي چې خپل نوم یې صابر ؤ تیره شپه دکراچۍ کلشن اقبال په راجپوت کالونۍ کې نامعلومو کسانو دخپل کور دننه وژلی دی.

پاکستاني رسنیو د زیارت په ورځ د ګلشن اقبال دپولیسو له خولې ویلي چې انګوري نومې نرښځي ته لاس اؤ پېښې وړتړل شوې اؤ په خوله ورته بالښت اېښودل شوی اؤ وژل شوی دی.

پولیس وایي دانګوري یو بل نرښځي ملګري ورته ویلي چې هغه به پخپل کور کې یوازې اوسیدلو خو دچا سره یې هیڅ زړه بداوی نه لرلو اؤ ورته له دې وړاندې کوم ګواښ شوی ؤ.

دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په دې وروستیو کې دنرښځیانو د وژلو، ځورؤلو اؤ په هغوئ د زیاتي پېښې سیوا شوي خو دنرښځیانو د اتحادیو مشران وایي چې په دغو وژنو اؤ ځورونو کې ککړ ډیر لږ خلک نیولي اؤ چې کوم ونیول شي نو هغوئ هم دعدالتونو نه ځانونه په ضمانتونو راخلاص کړي.

دخیبر پښتونخوا دنرښځیانو داتحادیې مشر یا مشرې فرزانې وي او ای ډیو ته ویلي په نزدې وختونو کې دنرښځیانو د وژنو اؤ ځورونو تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي.

فرزانه وایي چې که چرې محکمه د هیجراګانو په وژلو اؤ ځورولو کې ککړو یو څو تنانو ته سختې سزاګانې ورکړي نو نور به پخپله بیا دخپل دانجام له ویرې نرښځي نه شي وژلی یا ځورولی.

دخیبر پښتونخوا دنرښځیانو داتحاديې د شمېرو ترمخه د کال ۲۰۱۵م نه دتیر کال داګست میاشتې پورې ۶۹ نرښځيان یوازې په خیبر پښتونخوا صوبه کې وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG