لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان نړۍ کې دپولیو ښکار یوازینی هیواد پاتې کیدای شي،دنړیوال تنظیم اندېښنه


په نړيواله کچه د پوليو دخوریدو دمخنیوي د هڅو جاج اخستونکي تنظیم انډپنډنټ مانيټرنګ بورډ په پاکستان کې د پوليو په وبايي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او وايي په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو او دې سره کراچۍ او کويټه کې د اوبو په ذخيره کې د واېلډ پوليو خوریده دوامداره دي.

ورځپاڼه ډان د نړيوال تنظیم د رپورټ له مخې وايي که په پاکستان کې په لويه کچه د پوليو ضد هلې ځلې پېل نه کړل شوې نو دغلته د توقعو نه زيات د پوليو کېسونه مخې ته راتلی شي.

د تنظيم رپورټ مخکې وايي په پاکستان کې دپوليو دنوغي ویستو په امکاناتو هم سخته اندېښنه لري او زياتوي ددې خبرې امکان موجود دی چې پاکستان به ددې ناروغۍ ښکار د نړۍ وروستۍ سيمه جوړه شي.

پاکستان کې دپولیو دمخنیوي دڅانګې مشر یا کوارډينېټر ډاکټر رانا محمد صفدر وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل چې په تېرو څلور مياشتو کې د کرونا واېروس د وبا له امله د هېواد دننه د پوليو ضد هڅو ته نقصان رسېدلی او د پوليو خطر سېوا شوی دی.

هغه بيا وايي سږکال د 21م ستمبر څخه به د پوليو ضد قامي مهم پېلېږي چې پکې به ګرد هېواد کې د پينځوؤ کالو د عمر نه کم 40 ميليونه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول شي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا مهال په پاکستان کې د پوليو ښکار ماشومانو شمېر 65 دی.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه پاتې دي چرته چې اوس هم د پوليو واېروس شتون لرى.

XS
SM
MD
LG