لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا کې بارانونه او سېلابونه، لږ تر لږ پينځه تنه مړه شوي، کورونه نړېدلي


په خېبرپښتونخوا کې د تازه بارانونو او راغلو سېلابونو له امله لږ تر لږ پينځه تنه مړه شوي او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي دي، د بارانونو له امله ګڼ شمېر کورونه هم نړېدلي دي.

خو د سوات او بونېرضلعو چارواکي د بارانونو له امله د مړو ژوبلو شمېره زیاته ښايي.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي په تېرو 24 ساعتونو کې د باران له امله په بېلابيلو پېښو کې پينځه کسان مړه او د 20 نه زيات ژوبل دي.

د پي ډي اېم ای ترمخه د بارانونو له امله څلور کورونه په بشپړ ډول تباه شوي او 46 ته تاوان اوښتی دی.

خو يواځې د سوات ضلعې مرستيال کمشنر ثاقب رضا اسلم يواځې په سوات کې د پينځه تنو د مړينو پخلی کوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د سوات په سيند کې د مينځنۍ درجې سېلاب روان دی او دوی په هغو علاقو کې چې سېلاب زيات ؤ د خلکو مرستې کړي دي.

په سوات کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) مشر عمران خان يوسفزی وايي، دوی د پرون راهسې د کالام نه تر د بريکوټ پورې د سوات په سيند کې هر ځای عمليات کړي او د 15 پورې کسان چې په سېلابي اوبو کې نښتي ؤ، ژغورلي دي.

راپورونه وايي په سوات موټر وی/ اېکسپرېس وی غر راښوېدلی چې له امله يې ياده لاره هم تړل شوې ده.

بل لور ته په بونېر کې ضلع کې هم په يو کور د غر راښوېدو له امله درې تنه مړه او درې نور ټپي شوي دي.

د بونېر د پوليسو په وېنا په چغرزو علاقه کې په يو کور د خاورې غر راښوېدلی، دوه ماشومان او یو ښځه پکې مړه او درې نور پکې ژوبل شوي دي.

دغه رنګ هم په بونېر کې د انغاپور په کلي کې بل کور راغورځېدلی او يوه ښځه پکې مړه شوې ده.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم ای) په وېب پاڼه د موسم په اړه ورکړی شوي خبر کې د څلورم ستمبر (جمعې د ورځې) پورې د خېبرپښتونخوا په برنو علاقو کې د باران امکان څرګند کړی شوی دی.

د اېن ډي ايم اې ترمخه په ټول هېواد کې د 15 جولائي نه تر 31 اګست پورې په شوؤ بارانونو کې 176 کسان مړه شوي چې پکې یواځې 48 په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي وو.

په خېبرپښتونخوا کې بارانونو تر ټولو زيات تاوان په سوات، چترال او شانګلې ضلعو کې اوښتی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG