لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خبریالانو احمد نوراني اؤ ګل بخاري ته دکېدونکو کواښونو پلټنې دې وکړل شي،دخبریالانو دتحفظ نړیوال تنظیم


د خبريالانو د تحفظ نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس د پاکستان په حکومتي چارواکو غږ کړی چې خبريالانو احمد نوراني او ګل بخاري ته د کیدونکو ګواښونو پلټنې دې وکړي.

تنظیم غوښتنه کړې ده چې دغه ګواښونه څوک کوي هغوئ باید دقانون منګولو ته راکش کړل شي.

خو په پاکستان کې بیا څېړونکي وایي چې پاکستان کې خبریالانو دپاره دیو داسې ماحول جوړولو هڅې روانې دي چې صحافت پکې یوازې تر پریس ریلیز محدود پاتې شي.

پخپل یو بیان کې یاد تنظيم وايي صحافيان خپلو کورونو او خپل ژوند ته د پېښو ګواښونو له کبله ددې جوګه نه دي چې په ازاده فضاء کې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.

تنظیم ویلي دپاکستان دحکومت ذمه واري جوړېږي چې ېو داسې ماحول جوړ کړى چرته چې د عام اولس په ګټه رپورټنګ کول خطرناک عمل نه وي.

د پاکستان حکومت لا تراوسه دغو دوؤ خبریالانو ته دکېدونکو ګواښونو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلې خو وزیر اعظم عمران خان په دې وروستیو کې دعوه کړې وه چې پاکستان کې صحافت د غربي نړۍ نه زيات ازاد دی.

په پاکستان کې دصحافيانو تحفظ دپاره دکار کونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک وايي په هېواد کې ازاد صحافت کول ګران شوي او چې څوک هم تحقيقاتي خبر مخې ته راوړي هغه د مرګ دګواښونو سره مخ کېږى.

وي او ای ډيو ته ښاغلي اقبال خټک ویلي د ټولو نه بده خبره داده چې حکومت په دې هر څه غلی دی اؤ پاکستان کې چې کوم خلک نه غواړي چې د ولس په ګټه باید بې پلوه خبرونه یا معلومات مخې ته راشي نو هغوئ دپاره دا یو ډیر ښه ماحول دی.

ښاغلي اقبال خټک وایي موجوده وضعیت کې داسې په نظر ښکاریږي چې پاکستان کې به یوازې د پریس ریلیز صحافت کیږي اؤ یوازې هغه څه به مخې ته راځي دحکومت په ګټه وي یا یې حکومت غواړي.

هغه وویل هغه حقیقتونه چې خبریالان یې پخپل سترګو ویني اؤ محسوسوي په دې حالاتو کې یې خبریالان نه شي رپورټ کولی اؤ که چرې دغه خبرونه هغوئ خپروي نو دمرګ د ګواښونو سره به مخ کیږي.

د فريډم نېټ ورک شمېرې ښايي چي په تېرو اتلسو کلونو کې په پاکستان کي د 130 نه زيات صحافيان وژل شوي خو د هغوى يو قاتل ته هم تر ننه پورې سزا نه ده ورکړل شوې او نه قاتلان معلوم کړل شوې دي.

پاکستان کې د صحافيانو لوي تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس جنرل سېکتر ناصر زيدى واى تمه نه لري چې مرکزي حکومت به خبريالانو ته دکېدونکو ګواښونو په بابله څه ګامونه واخلي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د کله نه چې د تحریک انصاف ګوند حکومت راغلی له هغې وروسته دلته مېډیا د تباهۍ سره مخ شوې ده.

دنوموړي په وینا حکومت د مطبوعاتو په اداري پاليسۍ کنټرول راوستی او سنسرشپ د امرانه دور نه زيات شوی دی.

د خبريالانو د حقونو د څار نړيوال تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر یا بې سرحده خبریالان هم په خپل ورستي رپورټ کې پاکستان د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد ګرځولی او ويلي یې دي که څه هم د صحافيانو په وژنو کې کمی راغلی خو ورسره د پوځ د فشار لاندې سنرشپ هم سيوا شوی.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ نور حکومتي چارواکي بیا دا دعوې نه مني چې ګنې پاکستان کې صحافت دبندیزونو لاندې راوستل شوی اؤ‌ وایي څومره ازادي چې په پاکستان کې صحافت ته ترلاسه ده دومره ورته په پرمخ تللو اروپائي اؤ‌ غربي جمهوریتونو کې هم نه ده ترلاسه.

XS
SM
MD
LG