لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: د بارانونو له امله په پېښو کې 23 کسان مړه شوي


په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي په صوبه کې د بارانونو په مهال په بېلابيلو پېښو کې 23 کسان مړه شوي او34 ټپي شوي دي.

د پي ډي اېم ای ترمخه د مړينو په پېښو کې اووه تنه په تورغر ضلع، څلور په بونېر، درې په شانګله او درې په سوات کې مړه شوي دي. په بټګرام او کوز کوهستان کې هم دوه دوه تنه مړه شوي دي.

په دغو شمېرو کې ويل شوي چې په مړه شوؤ کسانو کې نهه ماشومان، لس ښځې او څلور سړي شامل دي.

پي ډي اېم ای ويلي دغه کسان زياتره د تېزو بارانونو له امله د کورونو د چتونو د راغورځېدو او ديوالونو نړېدو په پېښو کې مړه او ژوبل شوي دي.

په بارانونو کې د اغېزمن شوؤ کورونو په اړه د صوبې ادارې ويلي، ټول 123 کورونه اغېزمن شوي چې پکې 13 په مکمله توګه تباه شوي دي.

د پي ډي اېم ای ترمخه د بارانونو له امله په بونېر، کوز او بر چترال، شانګله، سوات، بر دير، بټګرام، بر کوهستان، تورغر او کوز کوهستان کې غرونه رانړېدلي سړکونه يې بند کړي په ځينو ځايونو کې لارې ازادې کړی شوي او په ځينو کې پرې کار روان دی.

د موسمياتو د محکمې نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په دير، سوات، بونېر، شانګله، مانسهره، اېبټ اباد، مردان، نوښار او چارسده کې د باران امکان څرګند کړی دی.

د موسمياتو محکمې په غرئيزو علاقو کې د غرونو راښوېدو امکان هم څرګند کړی او اړونده ادارو ته يې د چمتو کېدو ويلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې زیاتې ګرانۍ عام خلک ډېر متاثره کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG