لاس رسیدونکی لینک

 
عمران خان:پوځ زما دحکومت تګلارو سره ولاړ دی،افغانستان کې دهند فعالیتونه پاکستان دپاره داندېښنې وړ دي
تازه خبر

عمران خان:پوځ زما دحکومت تګلارو سره ولاړ دی،افغانستان کې دهند فعالیتونه پاکستان دپاره داندېښنې وړ دي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي افغانستان کې دهند فعالیتونه پاکستان دپاره داندېښنې وړ دي ځکه چې کله اووه چنده ستر یو هیواد په ګاونډي هیواد کې لاسوهنه کوي نو ستونزې راولاړیږي.

دبهرنیو خبریالانو سره خبرو کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان دافغان شخړې دهواري دپاره ډیرې هڅې کړي دي اؤ که چرې افغانستان کې ناامني وي نو پاکستان به یې هم داغیزو لاندې راځي.

پخپلو خبرو کې وزیراعظم خان ویلي هغه په دې باور دی چې افغان شخړه دطاقت دلارې نه بلکې یوازې دسیاسي خبرو دلارې هواریدی شي اؤ دخپل هیواد دپاره چې څه افغانانو ته غوره ښکاري هغه مونږ ته هم غوره دي.

هغه دافغان سولې په لړ کې دهند کردار په اشارې سره وویل افغانستان کې سوله ټینګیدل یوه معجزه ده خو ځېنې عناصر غواړي دافغان سولې عمل تالا ترغۍ کړي.

تر دې دمخه دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم پخپل رقیب ګاونډي هیواد هند تور لګولی ؤ چې دافغان سولې مخې ته خنډان راولاړوي اؤ ویلي یې وؤ چې دهند په دې عمل یې امریکا اؤ نور اړونده اړخونه خبري کړي دي.

هند لا دپاکستان دې تورونو ته په رسمي توګه ځواب نه دی ویلی خو افغان چارواکي وخت په وخت دپاکستان لخوا افغانستان کې دهند دلاسوهنې تورونه ردوي اؤ وایي چې افغان دولت خپل دوست اؤ دښمن ښه پیژني اؤ نړۍ سره اړېکې دخپلو ملي ګټو په اساس نیسي.

وزیراعظم عمران خان ویلي چې دهغه دحکومت دټولو تګلارو ته دهیواد دپوځ بشپړ ملاتړ ترلاسه دی اؤ پوځ اؤ حکومت خپلو کې پیاوړې اړېکې لري.

خو دعمران خان ددې دعوې برعکس بیا پاکستان کې دمخالفو سیاسي ګوندونو مشران اؤ څېړونکي دعمران خان حکومت بې واکه ګڼي اؤ وایي چې دهیواد په هکله ټولې پرېکړې په اصل کې پوځ کوي اؤ عمران خان دپوځ په وړاندې بې وسه دی.

عمران خان وویل دهغه حکومت اؤ پوځ په ګډه کار کوي اؤ افغانستان کې دامن دټینګښت په ګډون په ټولو چارو کې پوځ دهغه دحکومت تر شا ولاړ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG