لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هائیکورټ:که بې درکه کسان نه شي معلومولی نو ریاست دې خپله ناکامي ومني


اسلام اباد هائیکورټ په جبري توګه دیو لادرکه تن د دوسیې اوریدنې په مهال ویلي ریاستي ادارې پخپل مسولیت کې ناکامه شوي دي اؤ هرکله چې دلادرکۍ پېښو کې دنړۍ غوره استخباراتي ایجنسي هم وایي چې هغوئ خبرتیا نه لري نو بیا نه ده معلومه چې عدالت څه ووایي؟

دعمران نومي لادرکه تن د مور نسرین بیګم دعریضې اوریدنې په مهال د زیارت په ورځ داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي د بې درکه کساند دموندنې کمیشن پخپله وایي چې دا جبري لا درکي ده خو محکمه نه پوهیږي چې د لادرکه کسانو دموندنې دکمیشن مقصد څه دی؟

هغه ویلي که چرې یو تن پخپله خوښه هم چرته تللی وي نو بیا هم دا د ریاست مسولیت دی چې هغه راپیدا کړي.

مشر قاضي ویلي” د محکمو کار پلټنې کول نه دي ،چې هرکله د بې درکۍ په دوسیو کې د نړۍ غوره استخباراتي شبکه هم وایي چې هغوئ ترې خبر نه دي نو بیا مونږ څه ویلی شو”

هائیکورټ دبې درکه تن عمران د موندلو دپاره ادارو ته د وروستي مهلت په ورکولو سره ویلي چې ۲۹ م ستمبر به وروستی مهالت وي اؤ که په دې موده کې بې درکه وګړی عمران ونه موندل شو نو بیا به ریاستي ناکامۍ منلو ته غاړه ږدل وي.

هغه زیاته کړې چې که یو بنده بې درکه شي اؤ بیا ونه موندل شي نو نو ریاست باید ومني چې خپلو ذمه واریو کې ناکام شوی دی.

مشر قاضي وویل که چرې ریاست نور هیڅ نه شي کولی نو لږ تر لږه خو باید دومره ظرف وښایي چې خپله ناکامي دې ومني .

دجولایي په میاشت کې په پاکستان کې د جبري بې درکه خلکو د موندنې لپاره جوړ حکومتي کمېشن خپل رپوټ کې ویلي وؤ چې له دوی سره ټول 6686 بې درکه کسان رجسټر وو، چې وایي په هغوی کې د 4593 قضیې سر ته رسېدلې دي.

ددغه کمیشن په وینا دا مهال یواځې 2093 تنه بې درکه دي خو په هېواد کې د بې درکه خلکو لپاره کارکوونکي تنظیمونه او د بشري حقونو سازمانونه دا شمېر تر دې ډېر زیات یادوي.

د پاکستان تحریک انصاف مرکزي حکومت دوه کاله مخکې په هېواد کې د جبري بې درکۍ د مخنیوي او د خلکو په بې درکۍ کې لاس لرونکو ته د سزا ورکولو لپاره د یو قانون د جوړولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده پوره کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG