واشنګټن ــــ د بلوچستان حکومت د چمن او سپین بولدک تر منځ د جولای پر دېرشمه د هغې پېښې د معلومولو لپاره یوه پلټونکې کمېټۍ جوړه کړې چې ګڼ شمېر کسان پکې په ډزو و وژل شول او ژوبل شول.
د دې کمېټۍ د جوړېدو امر د بلوچستان وزیراعلی جام کمال کړی دی، چې مشري یې د صوبې د کورنیو چارو میر ضیا لانګو ته سپارل شوې ده.
په کمېټۍ کې د عوامي نېشنل ګوند صوبایي وزیر انجینېر زمرک اڅکزی، سرکاري وکیل ارباب طاهر، د کوټې ډیویژن کمشنر عثمان علي، د کلا عبدالله مرستیال کمشنر، د چمن چمبر آف کامرس او د چمن د مزدورانو د ډلې استازي به هم پکې شامل وي.
د کوټې د چمبر آف کامرس مرکزي غړی اختر کاکړ د حکومت د دې ګام ستاینه کوي او داسې پرېکړې کول پکار دي چې په راتلونکي کې بیا داسې پېښې تکرار نه شي:
"موږ له دې کمېټۍ دا توقع لرو چې په دې پېښه کې کوم ظلم وشو، کوم تاوانونه وشول د دې ازاله وشي، کمېټۍ باید دا مسئله هم په ګوته کړي چې بل وخت پر پوله داسې حالات را نه شي چې د دواړو خواوو تاجرانو ته تاوان ورسېږي".
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د چمن پېښې پلټونکې کمېټۍ به په 15 ورځو کې خپل رپوټ وزیراعلی ته سپاري.
د جولای پر 30مه نېټه د چمن پولې ته څېرمه سلګونه بند پاته خلکو د پولې پرانیستو لپاره احتجاج کاوه خو ملېشه ځواکونو پوله نه ورته پرانیستله او اخر احتجاج په تشدد بدل شو، چې د بلوچستان د داخله وزیر ضیا لانګو په وینا احتجاج کوونکو هلته موجود کورنټین مرکز او د نادرا دفتر ته اور واچاوه او په نتیجه کې یې ملېشه ځواکونو ورباندې ډزې وکړې.
د ډزو په دې پېښه کې پینځه تنه وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان شوي وو، خو وروسته هلته د احتجاج کوونکو د کمېټۍ مشر اسلم اڅکزي رسنیو ته ویلي وو، چې په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون اووه تنه وژل شوي وو.