واشنګټن – افغان چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، له کابو ۴۰۰ طالب بندیانو څخه وروستۍ ډله هم خوشې شوې او له دې سره د سولې د خبرو په وړاندې ټولې ستونزې حل شوې دي.
د افغان حکومت یو ویاند جاوېد فیصل د طالب بندیانو د خوشې کېدو د بهیر د بشپړېدو پر وخت وویل، د یو څو تنو پاتې طالب بندیانو په اړه به پرېکړه وشي او دا هغه کسان دي چې بهرني هېوادونه یې د خوشې کېدو مخالفت کوي ځکه په بهرنیانو یې مرګوني بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړه، "ډپلوماټیکې هڅې روانې دي. مونږ تمه لرو چې مستقیمې خبرې به ژر پیل شي."
د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د افغان کمانډو سرتېرو د خوشې کېدو مسله هم حل شوې ده.
د افغان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي ،طالبانو افغان کمانډو ځواکونه خوشې کړي او له دغې ډلې سره نور هېڅ کمانډو سرتیری نه دی پاتې.
ښاغلي صالح په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د هغو خطرناکو طالب بندیانو په اړه چې فرانسې او نورو هیوادونو پرې اعتراض درلود له ناټو سره یې خبرې کړي تر څو له دغو هیوادونو سره همغږي وکړي.
په ورته وخت کې چارواکو په کابل کې ویلي، د سولې د مرکچینانو ډله چې په هغې کې سیاستوال، د مدني ټولنې فعالین او حکومتي چارواکي هم دي قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره روانېدونکې ده.
چارواکو ویلي، چې ښځې هم په دغې ډله کې شتون لري.
د وسلوالو طالبانو مرکچي پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی. خو دا له دمګړۍ نه ده روښانه چې بین الافغاني خبرې به کله پیلېږي که څه هم ځینې راپورونه وايي، چې کېدای شي د خالي یا شنبې په ورځ پیل شي.
طالب سرچینو هم د افغانستان له زندانونو څخه د خپلو ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل تایید کړي دي. طالبانو دا هم ویلي، چې دوی هم زر تنه افغان امنیتي سرتیري خوشې کړي دي.