لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنيشنل د اسلام اباد څخه ورک شوي ساجد ګوندل د مالومولو غوښتنه کړې


په پاکستان کې د مالياتي او کاروباري ادارو د څار ادارې (پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج کمېشن اف پاکستان/ اېس اي سي پي) مرستیال ډائريکټر او پخوانی ژورنالسټ ساجد ګوندل د زيارت/ پنجنشپې په ماښام د اسلام اباد څخه بې درکه شوی دی.

اېمنسټي انټرنېشنل او په پاکستان کې سياستوالو د ګوندل د مالومولو غوښتنه کړې ده.

د ساجد ګوندل ښځې وي او ای ته ويلي خاوند به یې هره ورځ ماښام په اووه بجې کور ته راتلو خو د زيارت په ماښام نه دی راغلی.

هغې ويلي د جمعې په ورځ سهار يې بيا پوليس خبر کړي او پوليسو ويلي د هغه ګاډی یې د شهزاد ټاؤن علاقې څخه ترلاسه کړی دی.

سیاستوال افراسياب خټک وايي د ساجد ګوندل د بې درکۍ پېښه هغې پېښې ته ورته ښکاري لکه څو ورځې وړاندې چې د اسلام اباد نه ژورنالسټ مطيع الله جان اغوا کړی شوی ؤ.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې خټک وويل د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ساجد ګوندل د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد څخه بې درکه کړی شوی دی.

هغه وايي چې په اسلام اباد کې داسې حالات وي بيا څوک د چترال، بدين او تربت خبره څه وکړي.

د اسلام اباد پوليسو ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرین مزاري په خپله د ساجد ګوندل په بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دا زمونږ د حکومت فرض دي چې هغه زر تر زره مالوم کړو.

هغې ويلي پوليس ته یې د پېښې د مقدمې درج کولو ويلي او د هر وګړي ساتنه زمونږ ائيني زمه واري ده.

په ټولنيزو رسنیو د ساجد ګوندل بې درکي د وزیراعظم عمران خان د سلاکار او سي پېک اتهارټۍ د مشر ريټايرډ لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو د رپورټ سره تړل کيږي کوم کوم رپوټ چې څو ورځې وړاندې ژورنالسټ احمد نوراني خپور کړی ؤ.

فرحت الله بابر په ټویټر ویلي،

داسې خيال وده مومي چې د ساجد ګوندل تښتول/ اغوا کول د لفټننټ جنرل عاصم باجوه د رپوټ سره تړاؤ لري.

ځينې کسان بيا وايي چې احمد نوراني ته د عاصم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو په اړه مالومات د اېس اي سي پي څخه ترلاسه شوي ؤ.

خو د ګوندل ښځې ویلي هغه دغه اوازې ردوي چې د هغې د خاوند بې درکي د يو ياد شخصيت په اړه د اسنادو ښکاره کولو سره تړل کيږي.

پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې چې عاصم سليم باجوه او خاندان يې د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

عاصم باجوه دغه رپورټ رد کړی او د خپلې کورنۍ پرضد يې پروپېګنډه بللې وه.

نوموړي د رپوټ وروسته د وزیراعظم د اطلاعاتو د ځانګړي سلاکار د څوکۍ څخه د استعفا ورکولو ويلي خو وزیراعظم عمران خان د هغه استعفا نه ده قبوله کړې او ويلي يې دي د عاصم سليم باجوه د ثبوتونو څخه مطمئن دی ځکه باجوه ته يې د ځانګړي مرستيال په توګه د کار دوامداره ساتلو لار ښوونه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG