لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: محسن داوړ اسلام اباد ته ولېږل شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ سرہ له یوہ ملګري د کوټې له ھوایي ډګر څخه اسلام آباد ته ولېږل شو.

د کوټې مرستیال کمشنر ثاقب کاکړ وي او ای ډیوه ته د ټیليفون له لارې وویل چې محسن داوړ یې په سخته سیکیورټۍ کې ھوایي ډګر ته رسولی او اسلام آباد ته روان کړی شوی دی.

د کاکړ په خبرہ په محسن داوړ د بندیز له کبله تیرہ ورځ ھغه او د ھغه یو ملګری ضلعي انتظامې د وزیر اعلا بلوچستان ہاوس ھنه وړک ته له ځان سرہ بولي وو او ھلته یې د ھغو میلمستیا کړې او نن یې بیرته رخصت کړہ.

د وي او ای ډیوه د پوښتنې په ځواب کې شاغلي کاکړ وویل چې “محسن داوړ یې ځکه د وزیر اعلا ہاؤس ته بولی وو چې په ھغه بندیز وو او دلته په کوټه ښار کې ھسې ھم د امنیت وضع خرابه وہ”.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله ندیم عسکر چې تیرہ ورځ له محسن داوړ سرہ کوټې ته راغلی په خپل فیسبک يې لیکلي”،

د پشتون ژغورنې غورځنګ مخکښ قدرمن ایم این اې محسن داوړ يې اوس د کوټې ايرپورټ ته راوړو چې لږ ساعت پس به له هوایی ډګر څخه صوبې نه بدر کړي، رياستي ادارې د خپلواک حرکت اساسي بشري حق نه سرغړونه کوي.

چې دا دې رياست له اساسي قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. مونږ به د رياستي ظلمونو پروړاندې خپل تود مزحمت هميش کوو.

دا څنګه اذادي دہ “.

محسن داوړ د جمعې په ورځ سرہ له څو ملګرو په جهاز کې کوټې ته راغلی خو له هوایي میدانه ښار ته بهر نه پرېښودل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ عبدالله ننګیال تیرہ ورځ وي‌او ای ډیوه ته وویل، ”پولیسو، ضلعي انتظامیې او د ریاست کسانو" له یو بل ملګري سره یو ځای له ځان سره بېولی دی”.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په ټویټر په محسن داوړ بلوچستان ته بندیز غندلی او نوموړي ویلي "​که د بلوچستان حکومت د پوځ نه وي دا بندیزونه دې سمدستي ختم کړي"​. منظور پشتین ویلي ؤ که هغه تر سبا خوشي نه شو سخته تګلاره به اعلان کړي:

"د پاکستان د تر ټولو لویې ادارې قومي اسمبلۍ یو پښتون غړی هم په دې ملک کې د ګرځېدو اجازت نه لري".

تیرہ ورځ یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، محسن داوړ یې د کوټې په هنه وړک سیمه کې د بلوچستان د وزیراعلی دویم کور “سي ایم اېنیکس“ ته بېولی دی.

چارواکي د حکومت له لوري پر محسن داوړ او علي وزیر د بندیز حکمنامه هم تایید کړه او ویې ویل، “د حکومتي بندیز او امنیتي خطر له کبله مو محسن داوړ ته اجازه ور نه کړه چې کوټې ته داخل شي او خپل سیاسي فعالیتونه وکړي“.

محسن داوړ د بلوچستان حکومت له خوا په هغه او علي وزیر د لګېدلي بندیز سرکاري خبرتیا په ټویټر پوسټ کړې او ویلي یې دي په الوتکه کې کوټې ته رسېدلی خو امنیتي ادارې یې له هوایي میدانه بهر نه پرېږدي:

"ماته وویل شول چې بلوچستان ته زما پر داخلېدو بیا 90 ورځې بندیز لګېدلی دی، ریاست فکر کوي په داسې کوچنیو کړنو به زموږ هوډ مات کړي خو نه یې شي ماتولای".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG