لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان څخه تښتول شوی ډاکټر کال وروسته بيرته راغلی


ډاکټر نور حنان
ډاکټر نور حنان

د جنوبي وزیرستان څخه تښتول شوی ډاکټر او په سيمه کې د ټي بي د مخنیوي پروګرام مشر ډاکټر نور حنان د تښتولو کال وروسته بيرته راغلی دی. د نور حنان د خوشی کېدو پخلی ځايي انتظاميې کړی دی.

ډاکټر نور خنان وزیر تېر کال د ستمبر په میاشت کې د واڼه د ټي بي روغتون څخه تښتول شوی او پوليسو يې د تښتولو مقدمه درج کړې وه.

خو په دې دوران کې د هغه دوه ویډیو پیغامونه مخې ته راغلي چې پکې يې د حکومت نه د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

هغه ويلي ؤ د پاکستاني طالبانو په ولکه کې دی ژوند یې د خطر سره مخ دی او حکومت دې د دوی غوښتنې ومني.

طالبانو هغه وخت د ډاکټر تښتولو په اړه څه نه ؤ ويلي،

د سرچينو ترمخه په دې مهال کې تښتوؤنکو د هغه په سر د کروړونو روپو تاوان غوښتی ؤ.

د جنوبی وزیرستان مرستیال کمشنر خالد اقبال د ډاکټر حنان د خوشی کېدو پخلی وکړو او وايي ډاکټر تېره ورځ کور ته را رسېدلی دی، خو د هغه د خوشي کېدو په اړه يې د نور څه ويلو څخه ډډه کړې ده.

يو امنيتي چارواکي چې خپل نوم يې نه ښکاره کول غوښته، وايي ډاکټر حنان د افغانستان پکتیکا صوبې ته تښتول شوی او د پولې دواړو خواو مشرانو د هغه په خوشي کېدو کې مرکزي کردار لوبولی دی.

د هغه په خبره ډاکټر نور حنان تیره ورځ د افغانستان څخه د جنوبی وزیرستان طويې خله تحصیل زرملن د لاری راغلی دی.

ډاکټر تر خوشی کیدو وروسته په خپله په ویډیو پیغام کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه ستاینه کړې او ویلي يې دي حکومت او د پوځ په مرسته د طالبانو څخه خوشی شوی دی.

خو طالبانو په رسمي ډول د ډاکټر حنان د تښتولو او د هغه د خوشي کولو په اړه څه نه دي ويلي.

ډاکټر نور حنان وزیر د پاکستان د پارلیمان د پخواني غړي مولانا نور محمد زوی دی او مولانا نور محمد په کال 2010 کې په یو ځانمرګی برید کې وژل شوی او د هغه ځای ناستی او د ډاکټر نور حنان مشر ورور مولانا تاجین تیره میاشت د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG