لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامن غوښتنه دې زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي،عمران خان


پاکستان نن په شپږم ستمبر دخپلې دفاع ملي ورځ نمانځي اؤ وزیراعظم عمران ددې ورځې په ترڅ کې ویلي پاکستان امن غوښتونکی هیواد دی خو دامن غوښتنه دې کله هم دپاکستان کمزوري ونه ګڼل شي.

وزیراعظم عمران خان ویلي ۵۵ کاله اګاهو زمونږ میړني پوځ قام سره اوږده پر اوږه ښودلې ده چې هغوئ دخپلې خاورې دفاع ته هر وخت چمتو ولاړ دي.

په شپږم ستبمر کال ۱۹۶۵ کې لاهور سره نزدې دبیدیا اؤ واهګه په سیمو کې دپاکستان اؤ هند په ګډه پوله د دواړو ګاونډي هیوادونو د پوځونو ترمنځ درنې نښتې شوې وې اؤ پاکستان هغه مهال تور لګولی ؤ چې هندي پوځیانو دپولې څخه په را اوښتو لاهور ته دننوتلو هڅه کړې وه.

خو ددې برعکس هند بیا پاکستاني پوځیان دپولې څخه په ور اوښتو تورن کړي وؤ.

د ۱۷ؤ ورځو په دغه جګړه کې دواړو خواؤ یو بل ته د درنو زیانونو رسولو دعوې کړې وې خو پاکستان اوس هر کال دغه ورځ دخپلې دفاع دملي ورځې په توګه نمانځي اؤ وایي په کال ۱۹۶۵ کې یې په شپږم ستمبر دهند پوځيان پخپلې مړانې سره په پوله بیرته اړولي وؤ.

داتوار په ورځ پاکستان کې ددفاع دملي ورځې په ویاړ بیلابیلې دستورې اؤ غونډې راجوړې شوي چې پکې دکال ۱۹۶۵ په جګړه کې وژل شوؤ پوځیانو ته درناوی وړاندې کړل کیږي.

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي ددې ورځې په اړوند خپل پیغام کې ویلي چې ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته په بریالیتوب سره له ماتې ورکولو وروسته اؤ مونږ د اقتصادي خوشحالۍ په لاره مزل کوؤ.

هغې ویلي “مونږ سیمه کې دامن پرځائ ساتلو دپاره هم دمثبت تګلارې سره سنجیده هڅې کړي دي خو له بده مرغه دښمن مو زمونږ پرضد همغسې دتیري عزائم لري”

وزیراعظم عمران خان هم پخپل پیغام کې ویلي چې دشپږم ستمبر وځ دپاکستان د زړورو ځواکونو دجرات اؤ قربانۍ د بې مثاله جذبې دعلامت په توګه نمانځل کیږي

هغه ویلي پ”اکستان دامن غوښتونکی دی خو د امن دا غوښتنه باید زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي”

عمران خان زیاته کړې ده چې ۵۵ کاله وړاندې هم زمونږ پوځیانو قام سره اوږه په اوږه دښمن ته په ماتې ورکولو ثابته کړې ده چې دخپلې خاورې دفاع ته هر مهال چمتو ولاړ دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG