لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبېن الافغاني خبرو د زر پېلؤلو په موخه زلمی خلیلزاد دوحې ته رسیدلی دی


دافغان سولې دپاره دافغانانو ترمنځ دخپل منځي خبرو پیل کیدو په موخه دطالبانو دپلاوي نه وروسته افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسیدلی دی.

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت وایي افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به پخپل دې سفر کې هڅه وکړي چې دبین الافغاني خبرو دپیل کیدو هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

پخپل یو بیان کې دبهرنیو چارو وزارت ویلي افغانستان کې د روانې جګړې پائ ته رسولو په غرض افغانان تاؤ تریخوالي کمولو اؤ سیاسي روغې جوړې ته چمتو دي.

بیان کې زیاته کړل شوې ده چې اوس دبین الافغاني خبرو دپیل وخت رارسیدلی اؤ افغانان باید دخبرو دپاره د رامنځته شوې موقعې څخه ګټه پورته کړي.

د بندیانو د تبادلې پر سر له تقریباً اووه میاشتني اختلاف وروسته افغان حکومت او طالبانو، د رپوټونو له مخې، د یو بل ټول بندیان خوشي کړي او د بین الافغاني خبرو پیلولو ته نزدې شوي دي.

دبین الافغاني خبرو دپیل دپاره تیره ورځ دطالبانو 21 کسیزه مذاکراتي ډله د قطر پایتخت دوحې ته رسېدلې ده خو دا چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی لا په کابل کې دی نو د مذاکراتو پیلېدو نېټه نه ده ټاکل شوې.

دافغان حکومت مذاکراتي ډله، چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ به قطر ته سفر وکړي، د ځینو ناڅرګندو لاملونو له کبله لا هم په کابل کې پاته ده، خو د خبرو د لوازماتو برابرولو لوجیسټیک ډله یې روانه اوونۍ دوحې ته رسېدلې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني څو اوونۍ مخکې ویلي وو چې له طالبانو سره د خبرو لومړۍ ایجنډا به یې د جګړې درېدل او دایمي ډزبندي وي، دوې ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن ډېبورا لاینز هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له دواړو غاړو د "بشردوستانه ډزبندۍ" غوښتنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG