لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د بونېر سره تعلق لرونکې پينځه کلنه ماشومه د جنسي تيري وروسته په تشدد وژل شوې


په کراچۍ کې د يوې پينځه کلنې ماشومې مړی/جسد ترلاسه شوی چې د پولیسو د ډاکټرې په وېنا د طبي معاينې نه مالومه شوې چې د ماشومې سره جنسي تيری شوی او بيا په تشدد وژل شوې ده.

د کراچۍ د پخوانۍ سبزۍ منډۍ علاقې سره تعلق لرونکی تن عمرصادق چې پلارنۍ علاقه يې بونېر دی وايي ماشومه پينځه کلنه لور يې د جمعې په ورځ د کوره وتلې او بيا بيرته نه وه راغلې.

د نوموړي په وېنا هغه عام خواري کښ سړی دی د ماشومې کور ته بيرته نه راتلو وروسته دوی په علاقه کې ګرځېدلي خو د ماشومې مالومات ورته نه دي شوي.

هغه ویلي دوی بيا په تاڼه کې د ماشومې د بې درکۍ رپوټ درج کړی او بيا هم د هغې لټون کولو.

عمرصادق تور لګوي چې پوليس اول د دوی مقدمه وروسته درج کړه او بيا يې د هغې لټون هم نه کولو.

خو د علاقې د پي ايي بي تاڼې پوليس وايي دوی په وخت مقدمه درج کړې او لټون يې پېل کړی ؤ.

د پي ايي بي تاڼې پوليس مشر شاکر وايي، د ماشوې د بې درکۍ رپوټ دوی د جمعې په شپه درج کړی ؤ چې کله د ماشومې پلار او د هغې سره د علاقې د جومات مُلا تاڼې ته ورغلي ؤ.

د ماشومې سره د جنسي تيري او په تشدد د د وژنې پخلی د کراچۍپه جناح روغتون کې پولیس سرجن ډاکټر ذکيه خورشيد کړی دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ډاکټرې وويل د ماشومې سره جنسي تيری شوی خو مړه شوې د سر د ګوزار نه ده، د هغې په سر ګوزار شوې او وژل شوې ده.

د اتوار په ورځ د ماشومې د کورنۍ او د علاقې خلکو احتجاج کړی او د ماشومې د وژونکو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه يې کوله.

پوليس افسر شاکر وايي دوی دوه مشکوک کسان نيولي د هغو نه يې هم نمونې اخيستي چې طبي معاينه يې وشي.

هغه وويل پلټنې يې روانې دي او هڅه کوي چې دا پېښه منطقي انجام ته ورسوي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي اداره ساحل وايي، په ټول ملک کې روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې د ماشومانو د ځورونو ټولې 1489 پېښې رپورټ شوي دي.

يادې ادارې د ماشومانو د ځورونو په اړه د روان کال 2020م د لومړيو شپږو مياشتو په رپوټ کې ويلي د کرونا وبا له امله د ماشومانو د ځورونو په پېښو کې سېوا والی شوی دی.

د رپورټ ترمخه د ماشومانو د ځورونو په پېښو کې 331 د تښتونو، 233 د ماشومانو سره د ناوړه چلند، 168 د بې درکه کولو، 160 د جنسي تيري، 134 د جنسي تيري د هڅو، 104 په شريکه د ناوړه چلند، 93 د ناوړه چلند د هڅو، 69 په ګډه د جنسي تيري او 59 ماشومانو سره د ودونو پېښې ثبت شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG