لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په شکتویي کې د ګرځبنديز پرضد احتجاجي مظاهره شوې


د جنوبي وزيرستان د شکتويي سره تعلق لرونکو خلکو نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په سرا روغه کې احتجاجي مظاهره کړې چې په علاقه کې د څلورو ورځو راهسې په ځای کړی شوی ګرځبنديز دې ختم کړی شي.

د جنوبي وزيرستان د شکتويي علاقې سره تعلق لرونکي خلک وايي د تېرو څلورو ورځو راهسې په علاقه کې ګرځبنديز دی، په خلکو د پوځ لخوا تشدد کيږي او ګرفتارۍ روانې دي.

د پاکستان پوځ وي او ای ډيوه ته په علاقه کې د ګرځبنديز لګولو په اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ويلي او د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر ډي پي او شوکت علي ويلي داسې رپوټ نشته.

د جنوبي وزيرستان انتظاميې هم ویلي دغه علاقه د پوځ په انتظام کې ده دوی په دغه اړه څه نه شي ويلی.

خو د اتوار/ يکشنبې په ورځ يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي اوای ډيوه ته ویلي ؤ په علاقه کې کرفيو په ځای ده او په دغه مهال 26 کسان نيول شوي چې پکې 17 خوشي شوي او څلور نور به نن خوشي کړی شي.

په سرا روغه کې د احتجاجي مظاهرې يو ګډون وال ظفر محسود ويلي، د تېرو څلورو ورځو راهسې په کورونو کې بند کړی شوي او د خوراک څښاک د کمي سره مخ دي.

هغه تور ولګوؤ چې په کرفيو کې پوځي سرتيري کورونو ته ننوځي په ښځو او سړو ټولو تشدد کوي او دعوه کوي چې د کال 2009 راهسې دوی د دغه رنګ حالاتو سره مخ دي.

هغه وویل په پوځ چاؤدنه يا بريد بل څوک وکړي خو پوځ بيا د بريدګرو غوښتنه د دوی نه کوي.

په شکتويي کې ګرځبنديز وروسته له هغې په ځای شوی چې پينځه ورځې وړاندې په علاقه کې د پوځ په يو ګاډي چاؤدنه شوې چې پکې د پوځ په وينا د يو افسر په ګډون درې سرتیري وژل شوي وو.

د ياد بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې، او پوځ ویلي په علاقه کې يې د پېښې وروسته د لټون عملیات پېل کړي وو.

خو پوځ په علاقه کې د ګرځبنديز په اړه څه نه ؤ ويلي.

د علاقې سره تعلق لرونکی يو بل تن مروت خان دعوه کوي چې د کرفيو په مهال د هغوی د قبيلې 15 تنه نيول شوي دي.

هغه زیاته کړه دغه رنګ ډېر خلک نيول شوي چې شمېره يې نه ده مالومه خو په خلکو سخت تشدد کيږي. هغه وويل په نیول شوؤ کې د هغه دوه وروڼه او دوه د تره زامن هم شامل دي چې په کلي کې د دوکان څخه نيول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان مشر رحمت شاه مسید وايي په سرا روغه کې يې د بريګيډ د دفتر مخې ته يې ځکه نن احتجاج وکړو چې پرون ورته بريګيډير ویلي د علاقې حالات به ورته سم کړي خو مسيد دعوه کوي بريګيډير يې پرون په خپله علاقې ته نه دی پرېښودی.

خو امنيتي سرتيری چې نوم یې نه ښکاره کول غوښته ويلي يې دي ياده علاقه په جنوبي وزیرستان کې راځي ده خو انتظام يې د شمالي وزیرستان د پوځ په لاس کې دی.

رحمت شاه وايي که د دوی مسله هواره نه شوه بيا به د شمالي وزيرستان رزمک ته احتجاج له ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG