لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د بې درکه کسانو دپاره جوړ کمېشن د ساجد ګوندل د بې درکۍ خبر اخستی


په پاکستان کې د بې درکه کسانو دپاره د جوړ حکومتي کمېشن مشر جاوېد اقبال د اسلام اباد څخه بې درکه شوي حکومتي چارواکي ساجد ګوند د پېښې خبر اخستی او د هغه کورنۍ ته يې لارښوونه کړې چې د کمېشن په وړاندې دې حاضر شي.

په پاکستان کې د مالياتي او کاروباري ادارو د څار د ادارې (پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج/ اېس اي سي پي) مرستیال ډائريکټر او پخوانی ژورنالسټ ساجد ګوندل د زيارت/ پنجنشپې په ماښام د اسلام اباد څخه بې درکه شوی ؤ.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل او سياستوالو د هغه د مالومولو غوښتنه کړې وه.

د هغه مور د اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی ؤ چې زوی يې مالوم کړي او هايکورټ د نن (ګل/دوشنبې) د ماسپښين پورې داسلام اباد چارواکو ته امر کړی چې ګوندل مالوم کړي.

خو نن د ځايي ميډیا ترمخه هايکورټ د ګوندل په نه مالومېدو د کورنيو چارو په وزارت، پولیس او اسلام اباد په چارواکو د غصې څرګندونه کړې ده.

د هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د اورېدنې په مهال ويلي (يو مثال دې ورکړی شي چې يو بې درکه شوی تن مالوم کړی شوي وي).

عدالت ويلي (څوک خو دې د دې زمه واري ومني).

چيف جسټس د کورنيو چارو د سيکرټري يوسف نسيم کهوکهر نه پوښتنه کړې (چې وزيراعظم ته ويل شوي چې په پلازمينه کې څه روان دي).

د راپورونو ترمخه کهوکهر عدالت په لوړه کچه د يادې پلټنې روانې دي.

عدالت د 17م ستمبر پورې اورېدنه ځنډولې او لارښوونه يې کړې چې په بله اورېدنه دې يواځې د سپيناوي يا خبرو سره عدالت ته نه حاضريږي.

په ټولنيزو رسنیو د ساجد ګوندل بې درکي د وزیراعظم عمران خان د سلاکار او سي پېک اتهارټۍ د مشر ريټايرډ لفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو د رپورټ سره تړل کيږي کوم رپوټ چې څو ورځې وړاندې ژورنالسټ احمد نوراني خپور کړی ؤ.

فرحت الله بابر په ټویټر ویلي ؤ، داسې خيال وده مومي چې د ساجد ګوندل تښتول/ اغوا کول د لفټننټ جنرل عاصم باجوه د رپوټ سره تړاؤ لري.

ځينې کسان بيا وايي چې احمد نوراني ته د عاصم باجوه او د هغه د کورنۍ د شتمنيو په اړه مالومات د اېس اي سي پي څخه ترلاسه شوي ؤ.

خو د ګوندل ښځې ویلي هغه دغه اوازې ردوي چې د هغې د خاوند بې درکي د يو ياد شخصيت په اړه د اسنادو ښکاره کولو سره تړل کيږي، راپورونه وايي احمد نوراني هم ويلي د ترلاسه کړو مالوماتو سرچينه یې ساجد ګوندل نه ؤ.

پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې چې عاصم سليم باجوه او کورنۍ يې د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

عاصم باجوه دغه رپورټ رد کړی او د خپلې کورنۍ پرضد يې پروپېګنډه بللې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG