لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمذهب په سپکاوي تورن بشیر مستان دپېښور پولیسو نیولی دی


پېښور کې پولیسو دچارسدې مفتي اباد سیمې سره تړاؤ لرونکی بشیر مستان نومې هغه تن نیولی چې په دې وروستیو کې یې په سوشل میډیا خپره شوې یوه ویډیو کې ځان پیغمبر بللی دی.

په بشیر مستان دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې اؤ پولیس وایي دهغه نه یې پلټنې پیل کړي دي.

د نفسیاتي ناروغیو وتلی ماهر اؤ څېړنکار ډاکټر میا افتخار حسین بیا وایي چې عموماُ داسې دعوې ذهني ناروغان کوي اؤ دهغوئ دنیولو یا وژلو نه غوره دا وي چې دهغوئ د یو پوهه معالج څخه علاج وکړل شي.

دبشیر مستان نومې یو تن یوه ویډیو په دې وروستیو کې په سوشل میډیا خپره شوې وه چې په دغه ویډیوګانو کې هغه دحکومت نه غوښتنه کړې وه چې هغه له باید واده دحکومت د کور دننه وکړي.

بشیر مستان په دغه ویډیو کې وایي “یوه ښځه مې وکړه هغې کې فالټ راغلی ،مطلب دادی چې هغه خو لاړه،اوټ شوه ،ختمه شوه څلور پینځه کاله بعد”

هغه وایي بله ښځه یې وکړه خو اوس ورسره بیا سخرانې لانجې شروع کړي دي اؤ واړه یې هم ترې بوتلي دي.

دبشیر مستان په وینا “دسخر کورنۍ راته وایي چې ته دا خبرې مه کوه ، ،نو زه داخبرې څنګه بندې کړم ، دحکومت دطرفه دې څوک راشي ،زما دسخر کورنۍ ته دې ووایي چې دا خبرې نه دي بندول پکار”

خو هغه نه ده واضحه کړې چې د سخر کورنۍ ترې دکومو خبرو د بندؤلو تقاضه کړې ده.

هغه په ویډیو کې ویلي “حکومت دې ماله بل واده په حکومت کې وکړي، اؤ داسې شاندار واده چې دالله لویې والی پکې ښکاره شي”

په دغه ویډيو کې وړاندې هغه ځانته دپېغمبر خطاب کړی اؤ وایي واده کې یې باید داسې مستۍ وشي چې ټولې دنیا ته ښکاره شي چې دالله لویي دې ته وایي.

هغه ویلي” ماله به داسې ښځه کوئ چې ماسره سرتور سر په لاره روانه وي ، کوئی بات نهین،پښتنو کې خو داسې لوبه روانه ده چې داسې چل دی اؤ داسې چل دی ،ماله دې دبهر ملک نه ښځه وکړي”

په ټولنیزو رسنیو د یادې ویډیو دمخې ته راتلو سخت غبرګونونه راپارولي اؤ ګڼ شمیر خلکو د بشیر مستان د وژلو ګواښونه اؤ غوښتنې هم کړې وې.

دپېښور دانقلاب تاڼې پولیس وایي هغه یې ددې ویډيو له خوریدو وروسته پرون دپېښور د پهندو سیمې څخه نیولی اؤ نن د سه شنبې په ورځ یې محکمې ته وړاندې کړی دی.

دانقلاب پولیس ټانې محرر ښاغلي جعفر خان ویي او ای ډيوه ته ویلي په سوشل میډيا د بشیر مستان د ویډیو خپریدو نه وروسته هغوئ ته معلومه شوه چې بشیر مستان دپېښور پهندو سیمه کې دخپل یو خپلوان کره موجود دی اؤ پولیسو هغه تیره شپه ونیولو.

محرر جعفرخان زیاته کړه چې په هغه دمذهب دسپکاوي دقانون لاندې ددغه تاڼې دمشر پولیس افسر یا ایس ایچ او تحسین الله خان په عریضه مقدمه درج کړل شوې ، اؤ نن محکمې ته بوتلل شوی ،

خو کله چې مو دایس ایچ او تحسین الله خان نظر دنظر معلومولو په غرض هغه ته زنګ ووهلو نو ساتونکي یې وویل چې "ایس ایچ او صیب د ایس پي صیب سره میټنګ کې ناست دی"

تر دې وړاندې دپېښور په ضلعي محکمه کې هم دطاهر نسیم په نوم یو امریکایي‌‌ پاکستاني وګړی په ۲۹م جولایي د مذهب دسپکاوي په تورونو د جج په وړاندې په محکمه کې د یو کم عمره هلک فیصل لخوا چې په خالد مشهور دی په ډژو وژل شوی ؤ.

د ذهني ناروغیو ستر معالج اؤ څېړنکار ډاکټر میا افتخار حسین وایي دا یوه ناروغي ده چې ناروغه تن پکې هر څه وایي نو هغه ورته حقیقیت ښکاري اؤ د انجام غم یا پرواه ورسره نه وي.

وي او ای ډيوه ته ښاغلي میا افتخار حسین ویلي څو ورځې وړاندې هغه ته یو داسې ناروغه بوتلل شو چې ویل یې” زه الله یم”

خو هغه وایي داسې ناروغان د نیولو اؤ وژلو پځائ علاج ته اړتیا لري ځکه چې هغوئ څه وایي یا څه کوي نو په هغې نه پوهیږي چې دا کار سم دی که وران؟

ډاکټر افتخار زیاتوي په بهرنیو هیوادونو کې هم داسې قسمه ناروغان وي اؤ داسې پېښې رامخې ته کیږي خو هلته چې کله داسې پېښه وشي نو ناروغه تن ډاکټر ته وښودل شي دهغه ټول ذهني معائنات وکړل شي اؤ له هغې وروسته بیا محکمه دهغه د عمل په هکله قضاوت کوي.

د میا افتخار حسین په وینا “خو له بده مرغه دلته داسې ناروغان ډاکټر ته له ښودو اؤ محکمې ته د وړاندې کولو نه وړاندې خو یا ووژل شي اؤ یا د ګستاخ په نوم ټولو خلکو ته معرفي شي چې انجام یې بیا په بد شکل کې مخې ته راځي”

دبشیر مستان په هکله ځېنو سرچینو ډیوه ته ویلي دهغه تړاؤ دچارسدې د مفتي اباد سیمې سره دی خو د تیرې ډیرې مودې راهسې له دغه ځایه تللی اؤ وړومبی په مردان اؤ اوس په پېښور کې استوګنه لري.

سرچینې دا هم وایي چې هغه په نشو روږدی دی اؤ‌ زیاتره مهال به یې له نشې کولو وروسته داسې متنازعه خبرې کولې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG