په جنوبي وزیرستان کې په ځمکه کې ښخ يو ماين چاؤدنه کې دوه ښځې ژوبل شوي د علاقې د پوليس چارواکي وايي حالت يې د خطرې نه بهر دی.
د جنوبي وزيرستان پوليس مشر(ډي پي او) شوکت علي وايي دا پېښه پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ په تيارزه تحصيل کې رامنځته شوې ده.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي پخلی وکړو چې په علاقه کې دوه ښځې روشانه بي بي او حیاته بي بي په ماين چاؤدنه کې ژوبل شوي خو وې ويل د دوی روغتيايي حالت د خطرې نه بهر دی.
شوکت علي وويل په دې دواړو ښځو د کوره بهر ماين چاؤدلی دی.
د ژوبل شوې يوې ښځې حیاتې بي بي زوي عابد وي او ای ډيوه ته ويلي دا دواړه ښځې غره ته لرګو راوړو له تللې او هلته پرې چاؤدنه شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم د ماين چاؤدنې په اړه ټويټ کړی او ويلي يې دي د تيارزې تحصيل د خېسور په ميساره کلي کې دا چاؤدنه شوې او ښځې پکې ژوبل شوي دي.
هغه ویلي هره ورځ د چاؤدنو باوجود رياست د پي ټي اېم د ماينونو پاکولو غوښتنه نه پوره کوي.
خو شوکت علي وايي په علاقه کې د ماينونو پاکولو عمل روان دی او يوه اوونۍ وړاندې په علاقه د ماينونو پاکولو په مهال د پوځ په يو سرتيري په خپله چاؤدنه شوې او د هغه پکې يوه پښه ضايع شوې ده.
د پي ټي اېم عالم زېب محسود وي او ای ته ويلي د جنوبي وزيرستان د مسيدو په علاقه کې تراوسه پورې 150 ماين چاؤدنې شوي او 160 کسان د دې ښکار شوي او 25 پکې مړه شوي دي.
د عالم زېب په خبره اکثره ښځې او ماشومان د دې ماين چاؤدنو ښکار کيږي.
د پېښور يوه ژورنالسټه فرزانه علي وايي، په قبايلي علاقو کې زياتره خلک کرکيله کوي، پټو ته ځي څاروي ساتي، ځکه د دغو کارونو دپاره د کوره بهر ووځي او چرته چې غرئيزه علاقې دي ابادي نه لری هلته دوی بيا د ماينونو د خطرې سره مخ کيږي.