لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین اؤ هند لانجمنې سرحدي سیمې څخه دخپلو پوځيانو په وروسته کولو صلاح شوي


چین اؤ هند خپلو کې دتاؤ تریخوالي ختمولو په غرض د لانجمنې سرحدي سیمې څخه د خپلو پوځیانو د وروسته کولو په ګډون د پینځوؤ نکتو په ایجنډه اتفاق کړی دی.

دبرتانیې دخبري شبکې د راپور په اساس د روس پلازمینه ماسکو کې د شنګهائي سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د روانې غونډې په جریان کې دچین اؤ هند دبهرنیو چارو وزیرانو خپلو کې یوه اوږده لیدنه کړې ده.

راپور وایي په دغه لیدنه کې دچین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژي اؤ دهند دبهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر په دې رضا شوي دي چې دواړه هیوادونه به په پوله خپلو کې تاؤتریخوالی کموي اؤ ددې غرض دپاره به خپل ځواکونه د لانجمنې سیمې څخه په شا کوي.

د دوؤ ساعتو ددې اوږدې لیدنې وروسته دواړو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په پوله رامخې ته شوی وروستی تاؤ تریخوالی د دواړو هیوادو په ګټه نه دی ځکه نو په پوله تعینات د دواړو هیوادونو پوځیان به دخبرو اترو عمل پیلوي اؤ په سمدستي توګه به د لانجمنې سرحدي سیمې نه په شا کیږي

د همالیه په غرنۍ سیمه کې د چین او هندوستان په شریکه پوله تاوتریخوالی په دې وروستیو کې یو ځل بیا سیوا شوی دی او دواړو هیوادونو په یو بل د ډزو تورونه لګولی دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه د تاوژن وضعیت دا پنځمه میاشت ده.

د همالیه سیمه کې د چین او هندوستان ترمنځ د تاوتریخوالي ورستۍ پېښه د پانګګونګ ساو ډنډ په جنوبي غاړه رامنځته شوه چېرته چې هندي پوځ وايي تېره هفته یې چینايي ځواکونه د غر یوه سوکه د نیوولو نه منع کړل. هندوستان دغه سوکه خپل ملکیت ګڼي.

د همالیه په سیمه کې د چین او هندوستان ترمنځ په سرحد تاوتریخوالی د می د میاشت راهسې موجود دی او په جون کې هندوستان وویل ۲۰ عسکر یې د چینايي ځواکونو سره لاس په لاس جنګ کې وژل شوي دي. د دې وروسته په پوځي او سفارتي کچه د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې شوي خو څیړونکي وايي حالات اوس هم تاوجن دي.

څو ورځې وړاندې هم د هند او چین د دفاع وزیرانو ویلي وو دواړه هیوادونه سرحدي شخړه د هواروولو دپاره په یو چوکاټ متفق شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG