لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په ژورنالسټانو د غدارۍ او بغاوت مقدمې درج شوي


د پاکستان د ټيلي ويژن چېنلو د څار ادارې (پېمرا) د پخواني مشر ابصار عالم پرضد د غدارۍ او په کراچۍ کې يو بل ژورنالسټ پرضد د بغاوت مقدمه درج شوې ده.

ابصارعالم په خپله په ټويټر د مقدمې يا اېف ايي ار پاڼه خپره کړې چې پکې ويل شوي د هغه پرضد د پنجاب صوبې د جهلم ضلعې په دينه کې مقدمه درج شوې ده.

ياده مقدمه د جهلم ضلعې د انصاف لائرر فورم مشر چودري نويد احمد په مدعيت کې درج شوې او هغه تور لګولی چې ابصار عالم په ټولنيزو رسنيو د پاکستان د پوځ او وزیراعظم پرضد ناوړه ژبه کارولې کومه چې د غدارۍ په زمره کې راځي.

د ابصار عالم پرضد د غدارۍ ترڅنګ د نورو مادو لاندې مقدمه درج شوې ده.

ابصار عالم په ټويټر ویلي،

"د غدارۍ دغه ډول مقدمې اعزاز دی چې د يو فسطايي نظام پرضد مبارزه کولی شي، مونږ خو پروېز مشرف نه يو غلي کړي، جنرل باجوه په کوم ګمان دی".

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په ابصار عالم د غدارۍ د مقدمې غندنه کړې او ويلي يې دي دا د حکومت بل اقدام دی چې مخالفه غږونو غلي او د بيان د ازادۍ مخه ونيسي.

د پاکستان د حکومت لخوا په سمدستي ډول د ابصار عالم پرضد د مقدمې او په حکومت د رسنيو او ژورنالسټانو پرضد د بندېزونو تورونو ته کوم غبرګون نه دی ويل شوی.

خو په وروستيو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان الجزيره سره په يوه مرکه کې دا خبره رد کړې وه چې په پاکستان کې په ژورنالسټانو بندېزونه سېوا کيږي.

بل لور پرون د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د انګرېزۍ ورځپاڼې (ټريبيون) ژورنالسټ بلال فاروقي د بغاوت په مقدمه کې نيول شوی او پولیس وايي وروسته بيا پرېښودل شوی دی.

د بلال فاروقي پرضد د کراچۍ په ډيفنس تاڼه کې د مجيد کالونۍ سره تعلق لرونکي تن جاوېد خان په مدعيت کې مقدمه درج شوې چې بلال فاروقي په ټويټر او فېس بک د پاکستان د پوځ پرضد او مذهبي کرکې په اړه راپارؤنکي پوسټونه کړي دي.

د کراچۍ د ډيفنس تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) محمدعلي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې بلال فاروقي پرون د جمعې په ورځ تاڼې ته راوستل شوی بند کړی شوی او وروسته بيا پرېښودی شوی دی.

د ټريبيون ورځپاڼې ايډيټر نويد حسېن وايي په بلال فاروقي داسې مادې لګول شوي چې د مرکزي حکومت د اجازت بغېر پوليس په دې کې کوم ګام پورته کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د بلال فاروقي د نيولو د عمل غندنه کوي چې هغه تش د ټولنيزو رسنيود پوسټونو په تورونو نيول کيږي او مقدمه پرې درج کيږي.

نويد حسېن زياتوي ابصار عالم چې د پېمرا مشر پاتې شوې د هغه پرضد مقدمه درج کېدل هم داسې اقدام دی چې ښکاري صحافتي غږونه غلي کړی شي او زياتوي د ټولو نه زياته د اندېښنې خبره دا ده چې اوس د ټولنيزو رسنيو په پوسټ باندې داسې مقدمې درج کول کيږي.

نوموړی وايي دا د اظهار رایې د ازادۍ د غلي کولو نوې طريقه ده چې په پاکستان کې په کار راوستلی شي.
په وروستيو کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې ژورنالسټانو، د بشري حقونو فعالانو او په ځانګړي ډول د ښځو او لږکيو په وړاندې په تشدد راپارولو اندېښنه څرګنده کړې ده چې دوی ان لاين او اف لاين ځورونو د عمل سره مخ کيږي.

ملګرو ملتونو بيا په ځانګړي ډول د مذهب د سپکاوي د تورونو په لګولو اندېښنه څرګنده کړې چې دغه تور يو تن ډېر د تشدد د خطرې سره مخ کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG