لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائیک پمپیو:افغانستان خپلواکه لیدل غواړو،امریکا نه غواړي په چا خپل نظام وتپي


دامریکا دبهرینو چارو وزیر مائیک پمپیو ویلي هیله لرو چې د سولې په روانو خبرو کې افغان خپل ځان وویني اؤ امریکا نه غواړي چې خپل نظام په چا تحمیل کړي.

د شنبې په ورځ قطر کې دطالبانو اؤ افغان هیتونو ترمنځ دبین الافغاني خبرو اترو پرانستونکې غونډې ته خپله وینا کې مائیک پمپیو ویلي امریکا یو خپلواک اؤ یو موټی افغانستان غواړي اؤ دسولې په برخه کې د خپلو ملګرو هڅې هېرې نکړي.

هغه وویل په سیاسي برخه کې د افغان ښځو لاسته راوړنې د پام وړ دي او د تېرو ۲ لسیزو لاسته راوړنې باید وساتل شي.

دبهرنیو چارو وزیر وویل مونږ به القاعده او نورو ترهګو ډلو ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي او په دې کې د افغانانو مرسته زیاته اړینه ده.

هغه ننۍ ورځ دیوې ښې ورځې په نوم یاده کړه اؤ وئ ویل” نن تیرې څلویښت کلنې جګړې دپائ ورځ ده”

تر دې وړاندې قطر ته دتګ په مهال الوتکه کې خبریالانو ته مائیک پمپیو ویلي د شاوخوا شلو کالونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره دا موقعه پیدا شوې ده چې افغانان پخپلو کې کښیني او د هیواد د راتلونکې په هکله پریکړه وکړي.

دبهرنیو چارو وزیر ویلي په افغانستان کې د هیڅ امریکایي عسکر نه پاتې کیدل په دې پورې اړه لري چې طالبان د سولې په موافقې کې څومره پخپلو ژمنو ودریږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG