لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي "پکار ده چې جنسي تيری کوونکي خصيان کړی شي"


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي "د هغه په نظر، کوم کسان چې په جنسي تيريو کې ککړ وي پکار ده چې دغه کسان په ښکاره تېزندي کړی شي او يا خصيان کړی شي، هغو ته دې دا سزاګانې ورکړی شي".

د پاکستان وزیراعظم دغه خبره په ملک کې د روانو جنسي تيريو د پېښو رامنځته کېدو په ترڅ کې کړې ده.

عمران خان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې په کراچۍ کې د يوې پينځه کلنې ماشومې سره جنسي تيری شوی او بيا وژل شوې ده.

له دغې وروسته په لاهور کې په موټر وی دپاسه د يوې ښځې سره د جنسي تیري پېښه هم شوې ده.

عمران خان د پاکستان د يو شخصي ټيلي ويژن (92) سره په مرکه کې ویلي "د هغه په خپل نظر، چې څوک د جنسي تيريو په پېښو کې ککړ وي هغه دې په ښکاره (سرعام) تېزندي کړی شي او پکار ده چې خصيان کړی شي".

خو په ښکاره د تېزندۍ په اړه یې بيا ویلي، "هغه ته ویل شوي چې په ښکاره تېزندي به په نړیواله کچه کچه قبول نه شي ځکه چې يورپي يونين پاکستان ته د تجارت دپاره د جي اېس پي پلس درجه ورکړې هغه به اغېرمنه شي".

خو د خصي کېدو په اړه يې ویلي، "هغه لوستي چې په څوملکونو کې دغه سزا ورکول کيږي".

خو بل لور ته دوه ورځې وړاندې د پاکستان يو مرکزي وزیر فواد چودري ويلي،

"ژوندي سوځول، په ښکاره تېزندي ورکول، جسماني عضا غوڅول، دا اولس لخوا داسې ويل کېدی شي خو د وزیرانو او ليکلې لوستلې طبقې لخوا داسې خبرې کول زمونږ د ټولنې د تشدد څخه ډک سوچ عکاسي ده، دوی تشدد د هرې مسلې حل ګڼي".

قانون پوهه فضل مومند چې د سپريم کورټ وکیل دی وايي، "دا د عمران خان تجويز دی خو په موجوده قانون کې داسې سزاګانې نشته، قانون او ائين او د عدالتونو فېصلې موجودې دي په هغو کې د هر څه دپاره حدود ټاکل شوي دي، او بيا چې قانون جوړ شي په هغې کې دا هر څه په ډاګه کېدی شي او قانون جوړول د پارليمان کار دی خو د قانون دپاره به حدود ټاکل وي".

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "په قانون، ائين او مذهب اسلام کې دا خبرې شته چې کوم ډول قانون جوړ شي او که بيا هم چرته د دې دپاره قانون جوړيږي د هغې حيثيت به څه وي دا به کتل وي".

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې مشر کامران عارف وايي،

"د بشري حقونو کمېشن د دې دواړو سزاګانو خلاف دی، ځکه چې سپريم کورټ د سرعام پانسي نه ورکولو ويلي او خصي کول د تشدد په زمره کې راځي".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل "چې سزا څومره سختيږي هغه دومره په ګرانه ورکولی شي ځکه چې جج يا عدالت سخته سزا په اسانۍ سره نه ورکوي بيا بيا کېس ته ګوري".

نوموړی وايي "زمونږ سره مسله دا ده چې کله يوه پېښه وشي هغه به انتها ته ورسوؤ، د دې ډول پېښو د مخنيوي دپاره پکار ده چې موجودې کومې سزاګانې دي هغه پوره دي خو که چرته په دې پېښو کې ککړ خلک په سمه توګه مالوم شي، پلټنې يې وشي او بيا دا سلسله جاري وساتل شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG