لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: که ایران برید وکړي زر چنده سخت جواب ورکوو. ایران: که ټرمپ غلطي وکړي غوڅ جواب به وویني


واشنګټن ــــ تر هغو رپوټونو وروسته چې ګواکې ایران د خپل وژل شوي اعلی پوځي افسر جنرل قاسم سلیماني بدل اخلي د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران پر امریکا هر ډول برید وکړي نو زر چنده زورور جواب به ورکړل شي.

ولسمشر ټرمپ د ګل- دوشنبې په ماښام په دوو پرله پسې ټویټونو کې د تر لاسه کړو خبرونو په بنیاد ویلي، "ایران شاید د ترهګر مشر سلیماني په بدل کې د امریکا په ضد [د کوم امریکایي] د قتل یا بل برید پلان لري":

"د ایران له خوا د امریکې پر متحده ایالاتو هر برید چې په هره بڼه وي ایران ته به یې تر هغه زر 1,000 چنده زیاته جواب ورکړل شي".

د امریکا پولیټیکو ویبپاڼې د سپټمبر پر دیارلسمه په یوه رپوټ کې د امریکایي چارواکي او یوه بل استخباراتي افسر په وینا دعوه کړې وه، چې د ایران حکومت د جنوبي افریقې لپاره د امریکې پر سفیرې لانا مارک د مرګوني برید هڅه کوي.

بل لور ته ایران هغه رپوټونه بې بنیاده بللي چې ګواکې پر امریکایي سفیر د برید پلان لري او د ولسمشر ټرمپ په جواب کې یې ویلي، چې امریکا باید خپله "سټرېټیجیک غلطي" تکرار نه کړي.

د امریکا پولیټیکو ویبپاڼې د امریکایي چارواکو له خولې ویلي وو، چې که ایران پر امریکا برید وکړي، نو دا به د دواړو هېوادونو تر منځ خراب حالات نور په تاوتریخوالي بدل کړي او ولسمشر ټرمپ به د صدارتي ټاکنو په دې ورځو کې مجبوره کړي چې پر ایران جوابي برید وکړي.

د العربیه نیوز د خبر له مخې د ایراني حکومت ویاند علي ربیعي نن د نهې- سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل "موږ هیله من یو چې هغه [ټرمپ] به نوې سټرېټیجیک تېروتنه نه کوي او یقیناً که څه سټرېټیجیک غلطي وکړي نو د ایران غوڅ جواب به وویني".

امریکې د روان کال په جنورۍ کې د عراق په بغداد هوایي ډګر کې لوړپوړی ایرانی پوځي افسر جنرل قاسم سلیماني او د عراقي ملېشو مشر ابو مهدي ابوالمهندس په یوه ډرون برید کې و وژل، چې ملګرو ملتونو یې په تېر جولای کې وژنه د نړیوال قانون خلاف بللې وه.

د امریکې او ایران تر منځ د دې هېواد د ایټمي پروګرام پر سر اختلافات هغه وخت زیات شول چې امریکا د 2018م کال په مې کې له ایران سره د پینځو هېوادونو له ایټمي تړونه ووته او پر ایران یې یو لړ بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG