لاس رسیدونکی لینک

 
د پېښور بي آر ټي په بل بس اور لګېدلی، بس سروس ودرول شوی
تازه خبر

د پېښور بي آر ټي په بل بس اور لګېدلی، بس سروس ودرول شوی


په پېښور کې د چټک بس سروس (بي آر ټي) په بل بس اور لګېدلی چې له امله يې بسونه په موقتي/عارضي ډول ودرول شوي دي، د اور لګېدو په پېښه کې کوم زاني زيان ته دی اوښتی.

د ځايي میډيا ترمخه د شورو/ چهارشنبې په ورځ په بي آر ټي بس د اور لګېدو دا څلورمه پېښه ده، له دې وړاندې هم دغه ډول درې پېښې مخې ته راغلي دي.

په بس د اور لګېدو وروسته د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف ګوند په حکومت سختې نيوکې روانې دي.

عوامي نيشنل ګوند ويلي چې کله نامکمله منصوبه پرانستل کيږي هم داسې به کیږي، ياد ګوند د اور لګېدو د پېښو د پلټنو غوښتنه کړې ده چې په دې پروژه د اولس پېسې لګول شوي دي.

په ټولنيزو رسنیو ټویټر بي آر ټي چټک بس سروس ته برباد سروس یادول کيږي او د #BarbadRapidTransit سره خلک په دغه اړه څرګندونې کوي.

خو د خېبرپښتونخوا د محنت وزیر شوکت يوسفزی وايي دا ډېره غټه پروژه ده او کومې کمپنۍ چې دا بسونه جوړ کړي دي د هغې عمله پېښور ته راغلې او ګوري چې په دې بسونو کې کومه تکنيکي خرابي ده هغه لرې کړي.

د (جيو نيوز) سره په خبرو کې هغه ويلي دغه بسونه انشورنس دي او د کمپنۍ په وېنا ودرول شوي دي.

د ځايي میډيا ترمخه د ژغورنې ادارې ريسکيو 1122 ویلي پرون په بس باندې اور د حيات اباد د اتوار بازار سره لګېدلی او ادارې په بس لګېدلی اور مړ کړی دی.

د بي آر ټي پروژه د کال 2017م د اکتوبر په مياشت کې د 66 اربه روپو په لګښت پېل کړی شوې چې اوس ويل کيږي په دې پروژه لګېدونکې روپۍ 70اربه ته نزدې شوي دي، خو چارواکي وايي 66 اربه روپۍ پرې لګېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا د هغه وخت وزيراعلی پروېز خټک ويلي ؤ چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې پوره کولی شي خو د دې پروژې پرانسته د تېرې اګست د مياشتې په 13م نېټه د پاکستان وزیراعظم عمران خان کړې وه.

دا پروژه نزدې په درې کاله موده کې سرته رسول شوې خو د پرانستې په وخت پرې هم داسې پوښتنه راولاړې شوې چې اوس هم په دې پروژه کې ځينې نيمګړتياوې پاتې دي لکه د ګاډو د ودرولو ځايونه، پلازې يا ودانۍ جوړول او د سايئکلو دپاره چې کومه لار وه هغه نه ده پوره کړی شوې.

حکومتي چارواکي نيمګړتياوې مني خو وايي په نيمګړتياؤ کار روان دی او هغه به سر ته رسولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG