لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د راه نجات پوځي عملياتو اغېزمن په 11م ورځ د خپلو حقونو دپاره په احتجاج ناست دي


جنوبي وزيرستان احتجاجي ناسته
جنوبي وزيرستان احتجاجي ناسته

د جنوبي وزیرستان د سرا روغې تحصیل سره تعلق لرونکي په 11م ورځ په احتجاج ناست دي او وايي چې په سيمه کې د راه نجات پوځي عملياتو په مهال علاقې ته کوم تاوان اوښتی تراوسه هغه نه دی پوره شوی دوی ته دې د دوی حقونه ورکړی شي.

د سيمې د خلکو احتجاجي ناسته د جنوبي وزيرستان د سرا روغې تحصيل په مرکز کې روانه ده، دوی وايي علاقې ته د کډوالۍ څخه ستنېدو يې نهه کاله وشو خو په علاقه کې د صحت، تعليم، او اوبو سره نورې د رابطو بنيادي اسانتياوې ورته اوس هم نشته.

د احتجاجي ناستې يو ګډون وال اسحاق وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل د راه نجات عملياتو په مهال د سرا روغې بازار غونډ تباه شوی ؤ.

هغه دعوه کوي چې په بازار کې 400 دوکانونه وو او هغه پکې خپل 36 دوکانه لرل خو د عملياتو پس هلته بيا يواځې 80 دوکانونه جوړ شوي او هغه ته پکې يو دوکان ورکړی شوی دی.

اسحاق تور لګوي چې د بازار 500 کناله ځمکه پوځ په خپله ولکه کې اخستې او دوی وايي که د پوځ دغه ځمکه پکار وي دوی ته دې د کاروباري ځمکې په قيمت د هغې پېسې ورکړي.

د احتجاجي ناستې بل ګډون وال امداد الله په علاقه کې د تعليم او صحت د اسانتياؤ د نشتوالي خبره کوي.

هغه وايي په علاقه کې د هلکانو او جينکو موجود ټول سکولونه غېر فعاله دي او زياتوي په سرا روغه کې يواځينی هايي سکول پوځ د خپل انتظام لاندې (ای پي اېس، ارمي پبلک سکول) جوړ کړی او د يو ماشوم نه پکې 1500 روپۍ د مياشتې فيس اخستل کيږي عام غريب خلک نه شي کولی چې دومره فيس ورکړي.

هغه وويل دوی غواړي چې دغه سکول عام کړی شي او ماشومانو ته پکې ویړيا زده کړې ورکړی شي.

امدالله وويل په علاقه کې د جينکو د تعليم اسانتياوې د نشت برابر دي د جينکو د تعليم انتظام دې وشي، هغه وايي په علاقه کې بجلي نشته، د اوبو مسلې دي او په علاقه کې د ټيليفون سروس هم نشته، دوی د دغو اسانتياؤ غوښتنې کوي.

هغه وویل په علاقه کې د روغتون ودانۍ تراوسه نه ده جوړه شوې که څوک ناروغه شي ټانک او ډېره اسماعيل خان ته وړل کیږي او په هغې په زرګونو روپۍ خرڅ راځي.

د جنوبي وزیرستان مرستيال کمشنر خالد اقبال وايي هغه مني چې په علاقه کې مسلې شته او دوی هڅه کوي چې دغه مسلې هوارې کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل کومې مسلې چې د دوی په وس کې دي د هغې د هوارولو هڅه کوي او چې کومې مسلې د دوی د وس نه بهر دي لوړ پوړو حکومتي چارواکو ته يې سپارښتنې کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG