د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پکتيا ولايتي شورا د مرستیال ايوب غروال وژنه غندلې او په طالبانو يې غږ کړی " چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زمونږ د افغانستان د خلکو،حکومت او نړیوالو غوښتنه ده ومني".
د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال نن د خالي/ شنبې په سهار وختي يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
د پکتيا ګورنر حليم فدايي د ايوب غروال د وژنې خبر په ټويټر ورکړی دی.
د راپورونو ترمخه د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
د ارګ ترمخه ولسمشر اشرف غني د دغه ترهګر بريد غندنه کړې او د پېښې د پلټنو او پکې د ککړو د مالومولو لارښوونه يې کړې ده.
اشرف غني د هېواد والو د خونديتوب او ترهګرو د بریدونو د مخنيوي او سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه بيا په طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي.
په افغانستان کې د تشدد او بدامنۍ پېښې په داسې حال کې روانې دي چې په 12م ستمبر په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پېل شوي دي.