لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:ډزو کې دپاکستاني پوځ دوه عسکر وژل شوي


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې د وسله والو اؤ‌ امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه عسکر وژل شوي دي.

داتوار په ورځ دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل بیان کې ویلي دغه نښته دمیران شاه په سپلګه نومې سیمه کې هغه مهال شوې چې پوځ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ورانکارو په ضد عملیات کول.

پوځ وایي دعملیاتو په مهال د وسله والو اؤ امنیتي سرتیرو ترمنځ ډزې شوي چې پکې دوه عسکر وژل شوي دي.

د وژل شوؤ عسکرو نومونه ۳۸کلن تاجدارعلي د سوات اؤ ۲۲کلن راشد د پاړه چنار ښودل شوي دي.

سرچینې وایي سیمه کې د رامنځته شوې دې نښتې نه وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په خپله ګیره کې اخستې اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړي‌ دي.

په دې وروستیو کې په قبائیلي ضلعو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې دپوځ اؤ وسله والو ترمنځ د نښتو،بې چاودنو اؤ بریدونو دپېښو لړۍ یو ځل بیا په داسې حال کې چټک شوې چې تر دې دمخه پوځ ددغو سیمو ترهګرو نه دپاکولو دعوې کړې وې.

په کال۲۰۱۴م کې پوځ دضرب عضب په نوم په قبائیلي سیمو کې په پراخه کچه عملیات کړي وؤ چې له امله یې په لکونو قبائیل دخپلو کورونو څخه بې کوره شوي وؤ‌ اؤ وروسته پوځ دعوه وکړه چې ترهګرو ته یې ماتې ورکړې .

په سیمه ییزه کچه اؤ ټولنیزو رسنیو کې اوس زیاتره مهال داسې پوښتنې راولاړیږي چې هرکله پوځ ترهګر هم مات کړي اؤ سیمه کې یې دخلکو نه وسلې هم ټولې کړي دي نو بیا سیمه کې د وسله والو فعالیتونه څنګه پیل شوي؟ خو پوځ لا دې پوښتنو ته قاطع جواب نه دی ویلی.

رایټرز خبري ایجنسۍ د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په قبایلي ضلعو کې 40 پاکستاني پوځیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي، خو د ټپي شویو امنیتي عسکرو شمېر یې نه دی ورکړی.

رایټرز په اسلام اباد کې د فاټا د څېړنیز مرکز د معلوماتو په اساس ویلي، چې د سږ کال د جنورۍ او جولای میاشتو تر منځ په قبایلي ضلعو کې په 67 وسله والو بریدونو کې ۱۰۹ عام کسان وژل شوي، چې وایي تر تېر ۲۰۱۹م کال دوه چنده زیات دي.

په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو د بیا فعاله کېدو په اړه دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی، چې بېلابېلو وسله والې ډلې په تېره جولایي میاشت کې یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان تر نامه لاندې سره یو شوې دي او تر اوسه یې پر امنیتي عسکرو د ډېرو بریدونه ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG