لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې په یوه بله ماشومه اؤ یوې ذهني رنځورې جینۍ باندې اجتماعي جنسي تیری شوی


پولیس وایي د پنجاب په دوؤ بیلابیلو سیمو بوریوالا اؤ شیخوپوره کې په یوه ذهني ناروغه اؤ یوه ماشومه جینۍ داجتماعي جنسي تیري دوه نورې پېښې رامخې ته شوي چې په یوه پیښه کې پولیس پینځه تیري کوونکي نیولي هم دي.

دبوریواله سیمې دساهوکا پولیس تاڼه کې د درج شوي رپورټ له مخې دساهوکا سیمې څخه دغلام رسول نومې ذهني ناروغه لور پینځوؤ کسانو تښتولې اؤ اجتماعي جنسي تیری یې پرې کړی دی.

پولیس وایي دغه جینۍ دکورنۍ خلکو دیوې درګاه سره پیوست دلیونو خونه کې دعلاج په غرض پرېښودې وه اؤ له دغه ځایه پینځوؤ کسانو دشپې په مهال پورته کړې اؤ دیونین کونسل دفتر یې وړې ده چې وروسته یې پرې په ډله ییزه توګه جنسي تیری کړی.

پولیس وایي دسیمې دخلکو لخوا په اطلاع ورکولو موقعې ته رسیدلي اؤ په جنسي تیري کې ککړ پینځه واړه کسان یې لاس په لاس نیولي دي.

دنیول شوؤ کسانو نومونه محمدصدیق،محمد ممتاز،رشید احمد،ظهیر احمد،اؤ علي رضا ښودل شوي اؤ پولیس وایي چې د جینۍ دطبي معائنې نه په ډاګه شوې ده چې په هغې جنسي تیری شوی.

په عین حال کې دپنجاب‌ په شیخو پوره سیمه کې دوؤ سړو په یوه دولس کلنه ماشومه جنسي تیری کړی دی.

دپولیس له مخې په بهکهي نومې سیمه کې دعاقب علي نومې تن میرمنه دخپلو ماشومانو سره یو ځائ دپلار کور ته تللې وه اؤ کله چې دهغې ماشومه دولس کلنه لور هټۍ ته په خوږو اخستو پسې له کوره ووتله نو دکلي دوؤ کسانو عمیر اؤ مهران هغه نیولې اؤ جنسي تیری یې پرې کړی دی.

پولیس وایي دغه پېښه کې ککړ کسان له موقعې تښتیدلي اؤ ماشومه هسپتال کې داحل کړل شوې ده .

دبهکهي پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ اؤ شیراز ګهمن رسینو ته ویلي چې د تښتیدلو کسانو دنیولو دپاره هڅې روانې دي خو هغه وایي چې په دې پېښه کې ځېنې داسې حقائق مخې ته راغلي چې په هغې دغور نه ورورسته به د وړتیا په اساس مقدمه درج کولی شي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په پنجاب ایالت کې په ښځو اؤ ماشومانو دجنسي تیري پېښو کې زیاتوالی مخې ته راغلی اؤ په نهم ستمبر هم دګوجر پوره سیمې سره په موټروی د شپې په مهال دوؤ کسانو په یوه میرمنه دهغې دماشومانو په وړاندې جنسي تیری کړی ؤ چې دغه پېښې دخلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په میرمنو اؤ ماشومانو دجنسي زیاتي پېښو کې داضافې نه وروسته پارلیمان کې هم په دې وضعیت بحثونه شوي اؤ دپارلیمان یو شمیر غړو غوښتنه کړې ده چې په جنسي تیري ککړو مجرمانو ته باید دعام ولس په مخکې سزاګانې ورکړل شي ترڅو خلکو کې ویره پیدا اؤ دا رحجان کم شي.

وزیراعظم عمران خان بیا وړاندیز کړی چې دجنسي تیري پېښو کې ککړ کسان دجنسي توان نه محرومول پکار دي .

د پاکستان په قانون کې د جنسي زیاتي کونکي تن سزا مرګ ده خو د هیواد د قامي اسمبلۍ غړي په شته قانون کې بدلون غواړي چې هدف یې سزاگانې "عبرتناکه" کول ښاي .

که په قانون کې ترمیم او شو نو د ۲۱ کالو نه زیات عمر جنسي حمله کونکي تن ته به د ۱۰۰ کسانو په مخکښې تیزندي ورکړی کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG