لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان سپریم کورټ د ټايم سکواير په بريد کې تورن تن امریکې ته سپارل ودرولي


د پاکستان سپریم کورټ د امریکې په نيويارک ښار کې د ټايم سکواير د بريد په سازش کې تورن تن طلحه هارون امریکې ته سپارل ودرولي دي.

د وي او ای اردو د خبر ترمخه عدالت ویلي که د پاکستان او امریکې ترمنځ د مجرمانو يو بل ته سپارلو تړون نه وي نو څنګه يو تن امریکا ته سپارلی شي.

عدالت د طلحه هارون امریکې ته سپارل د بل حکم پورې ودرولي او د اټارني جنرل او د بهرنيو چارو د وزارت نه يې د قضيې په اړه ريکارډ غوښتی دی.

عدالت د امریکې او برتانیې سره د تورنو کسانو د تبادلې د تړون تفصيل هم غوښتی دی.

عدالت دا هم غوښتي چې د امریکا او برتانيې نه څومره ملزمان پاکستان ته راوستل شوي او دغو هېوادونو څومره سپارلي دي.

سپريم کورټ د قضيې اورېدنه د دوه اوونيو پورې ځنډولې ده.

په کال 2016م کې امريکې د داعش د مرستو په تور په درې کسانو مقدمه درج کړې چې پکې امریکن پاکستانی طلحه هارون، د کېنېډا عبدالرحمان الهناساوي او د فلپاين رسل سالک شامل ؤ.

په دغو کسانو تور دی چې په کال 2016م کې يې د نيويارک په ټايم سکواير او د ځمکې لاندې د ټرانسپورټ په سروس د بريدونو منصوبه بندي کړې وه.

طلحه هارون بيا هم په دغه کال په کوټه کې نيول شوی ؤ.

د راپور ترمخه د امریکا او پاکستان ترمنځ د مجرمانو د تبادلې تړون نشته.

خو په ورلډ ټرېډ سنټرد چاؤدنو په هڅو کې تورن تن رمزي يوسف په کال 1995 کې په پاکستان کې نيول شوی ؤ.

او بيا د امریکا استخباراتي ادارې په مرکز بريد کې ککړ اېمل کانسي په 1997 کې په ډېره غازي خان کې امریکايي ځواکونو نيولی او امریکا ته يې منتقل کړی ؤ.

دغه رنګ امريکا هم د بډو رشوتونو په تور د پاکستان د سمندري ځواک پخوانی مشر اېډمرل منصورالحق پاکستان ته سپارلی ؤ.

ډاکټر عافيه صدیقي هم د پاکستان نه افغانستان ته منقل کړی شوې او د پاکستان پخواني پوځي صدر پروېز مشر په خپل کتاب (ان دې لاين اف فاير) کې ويلي د هغه په حکومت کې څو پاکستاني امریکې ته سپارل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG