لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت ترمنځ خبرې شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د حکومت سره خبرې اترې شوي، د دفاع وزیر پروېز خټک او پي ټي اېم د خبرو پخلی کړی دی.

د دفاع وزیر پروېز خټک وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې ليده کاته شوي او په دغه اړه نور تفصيل دې د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر نه واخستل شي.

وي اوای ډیوه د اسد قېصر سره د تماس هڅه کړې خو هغه ورته ځواب نه دی ویلی.

د پي ټي اېم يو غړی ادريس باچا چې د حکومتي استازو سره په ناسته کې د پي ټي اېم د غړي په حېث ګډون کړی، وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل، چې دا رسمي ناسته يا مذاکرات نه دي.

هغه وويل دا د حکومت لخوا پينځم ځل دی چې د خبرو وړانديز کيږي د اولني وړانديز سره په علي وزير ډزې وشوې، د دوېم سره د خړ کمر پېښه وشوه، د بل وړانديز سره منظور پشتين ونیول شو.

هغه زياته کړه دوی په دې ناسته کې وويل چې د مذاکراتو دپاره باور رامنځته شي او د دغه کمېټۍ د واک خبره ورسره شوې ده.

ادريس باچا وویل په بله ليدنه کې چې حکومت ورته باور ورکړي د هغې وروسته به دوی ورته خپلې غوښتنې ږدي.

د پي ټي اېم يو بل تن چې د حکومتي استازو سره په شوؤ خبرو کې ناست ؤ، وي او ای ډیوه ته يې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي چې دوی د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د دفاع وزیر پروېز خټک او د قامي اسمبلۍ د سپيکر اسد قېصر سره ليدلي دي.

ياد تن ویلي د پي ټي اېم د مشرانو د حکومتي استازو سره دوه ځله ليدنې شوي دي.

هغه زياته کړې چې په لومړي ځل ليدنه کې د مذاکراتو دپاره د اعتماد په ځای کولو په لړ کې خبرې شوي او پي ټي اېم غوښتي چې د اعتماد دپاره دې د دوی بنديوان خوشي شي او په دوی جوړې ټولې مقدمې دې ختمې شي.

دغه رنګ د حکومتي استازو لخوا پي ټي اېم ته ویل شوي چې د حکومتي ادارو پرضد دې د نعرو او بيانونو نه ډډه وکړي.

د ياد تن په خبره په دوېم ليدنه کې چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې ترسره شوې پي ټي اېم ویلي چې دوی به خپله غوښتنې د حکومتي استازو په ړاندې ږدي او د هغې دپاره به خپله مشوره کوي.

هغه ویلي حکومتي استازو ورته ویلي چې دوی څومره کولی شي او د دوی په وس کې وي هغه غوښتنې به يې ومني.

هغه زياته کړې په بله ليدنه کې به پي ټي اېم حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي او د حکومت ځواب ته به وګوري که حکومت ورته سنجيده ؤ بيا به دوی په رسمي ډول مذاکرات پېل کړي.

د جون په مياشت کې د دفاع مرکزي وزیر پروېز خټک پي ټي اېم ته د خبرو بلنه ورکړې وه.

له دغې وروسته پي ټي اېم هم د حکومت سره د خبرو ويلي چې تيار دي چې د حکومت سره خبرو ته کښېني خو ورسره یې زياته کړې وه چې حکومت دې خبرو ته سنجيده شي.

د پي ټي اېم او حکومت ترمنځ وړاندې هم د خبرو ویل شوي او د خېبرپښتو نخوا د حکومت او د حکومت په استازيتوب ځينې نورو کسانو د پي ټي اېم سره خبرې اترې هم شوې وې خو د هغې کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG