لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"زه پشتین يم" لانجمنې ويډيو ته غبرګون


په ټولنيزو رسنیو يوې لانجمنې ويډيو خپرېدو ته د "زه پشتین يم" هېش ټېګ لاندې غبرګون ويل شوی، په دغه ويډیو کې ويل شوي" هر پښتون، تندروه پشتين نه وي".

په ټولنيزو رسنيو د "زه پشتين يم" هېش ټېګ لاندې دغه څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د (ناشپاتۍ پرايم) په نوم ټويټر اکاؤنټ څخه يوه ويډيو خپره شوې، يو هلک او جينۍ پکې خبرې کوي.

په خبرو کې جينۍ هلک ته وايي، "د پښتون سره واده نه کول غواړم"، هلک ترې تپوس کوي چې ولې؟ جينۍ وايي "بدل دي، قهرجن دي، په خوي سخت دي، انتهاپسند دي"، دا هلک ورته بيا وايي "پښتون که پشتون"، جينۍ وايي یوه خبره ده "تل چې خبره کوي ګيله کوي چې دې ملک څه راکړي".

دا هلک ورته بيا وايي چې " څه ګڼې هر اردو ويونکی دې د ګوټکې خوړولو والا وګڼل شي يا ډاکټر اديب رضوي سره"، هغه بيا وايي "چې په مونږ هم بده لګي چې پښتانه دې د يو انتهاپسنده پشتين سره وتړل شي".

د قامي اسبملۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ وايي،

"د پښتنو پرضد دغه ډول نسل پرستانه څرګندونې نوې خبره نه ده. مونږ د اولې ورځې نه د دې تجربې نه تېريږو. د خپلو خلکو دپاره حقونه غوښتنه، انصاف غوښتنه او زمونږ د خلکو په ضد د ظلمونو ختمولو غوښتنه مونږ انتهاپسند نه جوړوي. په سختۍ سره د دې غندنه کوو او دا شرمناک دي".

ليکوال او شاعر قېصر افريدي وايي، "پښتون، پشتون او پشتين يوه ماده ده او يوه معنی او تاريخ لري، د نومونو بدلون يواځې د لهجو له امله دی، لکه په پېښور کې پښتون، په قندهار کې پشتون او په وزیرستان او نزدې چاپېره سيمو کې پشتين ويل کيږي، دغه شان پټهان د پکتان نه وتلی".

ثنا اعجاز په ټويټر ويلي،

"د پاکستان ټيلي ويژن چېنلې د تېرو اووه لسيزو راهسې لګيا دي دا جرم ثابتوي. هو زه پشتين يم او خلاف يم، د ظلم، ترهګرۍ، انتهاپسندۍ او غلامۍ".

فاضله بلوچ ویلي،

"زه بلوڅ يم او وياړم چې د پښتنو سره ولاړه يم".

طارق افغان په ټويټر ویلي،

"د دغه ويډیو ليدو وروسته زه بې طرفه نه شم پاتې کېدی زما نعره ده، زه پشتين يم. اېن وايي اوـ ای اېن پي په سختۍ سره د پښتنو په اړه دغه رنګ څرګندونې ردوي. انتهاپسندي زمونږ پېداوار نه دی. دا په مونږ د ميډيا، نصاب، جهادي تربيت او رياستي پاليسو د لارې راتپل شوی دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG