لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندره مه وژنئ، سندره مه بدناموئ، په ډي ايي خان کې احتجاج


د سندرې دپاره احتجاج
د سندرې دپاره احتجاج

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د سندرې ژغورنې تحریک لخوا احتجاجي غونډه شوې او دوی غوښتي پښتو سندره دې وژغورل شي او د بدنامولو څخه خوندي کړی شي.

د سیمې خبریالانو، هنرمندانو، لیکوالانو او د سندرې خوښوونکو ځوانانو په ګڼ شمېرکې په دې غونډه کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې په سندره کې ښکنځل کول د سندرې د بدنامولو په معنا دي خو دوی به د دې سازش مخنيوی کوي.

دوی وويل چې موسیقي لوی ارزښت لري ځکه چې د انقلابونو د پاره د خلکو په راټولولو کې رول لوبولی دی ځکه نو د موسیقۍ دښمنانو دلته اول برید په موسیقۍ کړی دی.

دغه احتجاجي غونډه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې داسې سندره مخې ته راغلې چې پکې ښکنځلې شوي يا ناوړه توري کارول شوي دي.

د احتجاجي ناستې د ګډون والو په وېنا د پښتنې سیمې هنرمندان وخت په وخت د بریدونو لاندې راغلي او د وطن په پرېښودلو مجبور کړی شوي دي.

او اوس د موسیقۍ د بدنامولو د پاره د موسیقۍ سره تعصب لرونکو قوتونو هم دغه د سندرې په جامه کې د ښکنځلو عمل پېل کړی د دې دپاره چې موسیقي په پښتنه ټولنه کې نوره بدنامه شي.

حیات پرېغال وويل دا اوس اکثر سټوډیوګانې داسې جوړې شوي چې د کوڅې یو کس په 500 روپو راولي او داسې سندره پرې ریکارډ کړي چې هغه په یوه حال کې د اورېدو وړ نه وي. که مونږ د داسې عمل مخنيوی ونه کړو نو اوس خو د سوشل میډیا زمانه ده دغه د سندرو په جامه کې ښکنځلې به هر د پښتون انغري ته ورسي چې دا به د موسیقۍ نه د کرکې سبب وګرځي.

حاجي رفعت الله وايي چې باید شاعران لیکوال د داسې کړنو خلاف ګام واخلي، بازاري شاعران چې هغه د شاعرۍ د سپکولو هڅه کوي باید د هغو اصلاح شي.

د احتجاجي ناستې يو بل ګډون وال شوکت عزیز وايي، سندره د امن نخښه ده، سندرې انقلابونه راولي، سندې فکري روزنه کوي، همدغه پرونۍ سندره د موسیقۍ خلاف لوی سازش شوی دی.

هغه وويل چې چرته هم د شر خورولو دپاره لاره هوارول کېږي نو اول برید په سندره او هنرمند کېږي.

د هغه په وېنا دا سندره د دې د پاره تیاره شوې چې د موسیقۍ سره تعصب لرونکو خلکو له لوري چې هم د دې د لارې پښتنه ټولنه ټوله موسیقي د تنقید لاندې راولي او د موسیقۍ نه د خلکوکرکه وشي.

دوی سندره ژغورنه تحریک صرف تر نن احتجاج نه دی محدود مخکې به کار کوي. سندره به ژغوري او د پښتون وطن د ټولو لیکولانو شاعرانو هنرمندانو نه هيله لري چې د سندرې په ژغورنه کې به چټک ګامونه واخلي.

د بنو پوليس مشر (ډي پي او) وسيم رياض ويلي د هغه په لارښوونه د ميراخېل پولیسو د سندرې لیکونکی محمد جميل نيولی او د ويونکي او چرته چې دا سندره ريکارډ شوې د سټوډیود مالک پرضد هم مقدمه درج شوې زر به ونيول شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG