لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمذهب دسپکاوي په تور وژنه،دفېصل په ضد مقدمه به دهائېکورټ په امر دکم عمره کسانو دپاره دقانون لاندې چلیږي


پېښور هائيکورټ د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي امریکایي وګړي طاهر احمد نسيم د وژنې په تور دنيول شوي تن فېصل د عمر معلومولو دپاره طبي بورډ‌ ته د رجوع کولو احکامات رد کړي.

هائیکورت امر کړی چې دفیصل په ضد مقدمه باید د موجودو تعليمي او نورو اړونده اسنادو په اساس دکم عمره تنانو د قانون مطابق وچلول شي.

د فېصل د کېس په اړه د دوؤ جدا جدا خواستونو اورېدنه دخالي په ورځ د هايي کورټ دچيف جسټس وقار احمد سېټهـ په عدالت کې ترسره شوی.

دطاهر نیسم د وژونکي وکیلان وايي چې د فېصل مقدمه به اوس د کال ۲۰۱۸ د کم عمره تنانو د قانون لاندې د ترهګرۍ ضد عدالت نمبر ۳ پر ځائ په دويم نمبر عدالت کې ترسره کېږي۔

د ملزم وکيل انعام الله يوسفزئ وي او ای ډيوه ته وويل د کم عمره ملزمانو د پاره د ټاکل شوي کال ۲۰۱۸م دقانون مطابق د فيصل د عمر ټول ريکارډ موجود ؤ ولې د ترهګرۍ ضد عدالت د هغه دمېډيکل بورډ کولو احکامات جاري کړي وو خو د پېښور هائيکورټ د دوئ په خواست هغه رد کړل۔

" په هغې انکوائري شوې وه او د هغې نه وروسته د هغه د عمر تعين شوی و، هغه دقانون مطابق هغه د مخکی نه کم عمره و، بيا دغه معزز عدالت حکم وکړو چې د ده دې مېډيکل بورډ وشي نو د هغه حکم خلاف مونږه هائیکورټ ته لاړو، هائیکورټ مونږه سره په هغې خبره رضا شو او زمونږه درخواست يې منظور کړو"

د پېښور پولېسو د وېنا ترمخه طاهر احمد نسیم چې پاکستاني نسله امریکایي وګړی و، دوه کاله مخکې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی و او مقدمه یې په عدالت کې روانه وه، خو د جولای په 29مه هغه عدالت ته د اورېدنی لپاره ورغلی و،په دغه مهال فېصل نومي ځوان ناڅاپه د عدالت کمرې ته ور ننوت او هغه یې په ډزو وواژه۔

د ملزم خلاف د پېښور شرقۍ پوليس تاڼه کې د قتل، ترهګرۍ او د بې لائسنسه وسلې ساتلو د مادو لاندی مقدمه درج کړی شوې ده.

پېښور هايي کورټ کې په دغه مقدمه کې دجمع کړل شوي يو بل خواست په اړه اېډوکېټ شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل چې دوئ د عدالت نه د ملزم د پلار په خوښه غوښتنه کړې وه چې د ترهګرۍ ضد ۳ نمبر عدالت پرځائ دې دغه کېس د پاره بل عدالت وټاکل شي نو هغه خواست هم هائيکورټ منظور کړو او کېس يې بل عدالت ته وسپارلو۔

دهغه په وینا"دې جج صیب د وړاندې نه ویلي وؤ چې دا(فیصل) دغټې سزا قابل دی نو د دې په بنياد مونږه دغه درخواست کړی و، نو هغه هم عدالت منظور کړو چې د يو ملزم باور نه شته عدالت باندې نو دا خو بيا د انصاف تقاضه ده چې دا (عدالت) بدل شي نو اوس يي کېس د دريم نمبر ترهګرۍ عدالت نه دويم نمبر ته واړولو"

هغه زياته کړه چې د فېصل مقدمه به د کم عمره تنانو د قانون ۲۰۱۸ لاندې ترسره کېږي او په دغه قانون کې د داسې ملزمانو د پاره د قتل په کېس کې نه د تیزندۍ سزا وي او نه يي مقدمه د نورو قضيو په څېر د زيات وخت له پاره په عدالت کې چلېږي بلکې په کمه موده کې يي مقدمه ترسره کولی شي۔

" دده مقدمه د نورو کېسونو نه بيله وي په هغه ورځ نور کېسونه نه وي، که د قتل کېس په يو بالغ تن ثابت شي نو د 302م قانون مطابق د هغه عمومي سزا پانسي ده، او دغه يو جرم که په نا بالغه تن ثابت شي نو هغه ته د پانسۍ سزا نه شي ورکولی هغه له د قيد سزا ورکولی شي، بيا په هغه قيد کې هم فرق وي د بالغه تن قيد با مشقت وي او د نا بالغه تن د پاره دغه مشقت نه وي"

د دغې پېښی وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان ټینګار کړی و چې د نوموړي‌ په مقدمه کې ګامونه واخلي او د مذهب د سپکاوي په قانون کې بدلون راولي.

د وکيلانو د وېنا ترمخه په دغه کېس کي د فېصل سره د کومک کولو په تور کې طفيل ضيا نومي جونيئر وکيل هم نېول شوی ولې بل سميع الله نومي نامزد تن د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانت اخستی د چا مقدمه چې د پېښور ترهګرۍ ضد عدالت کې هم روانه ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG