لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نایجېریا کې د ګورنر په کاروان د بوکو حرام وسلوالې ډلې په برید کې 30 تنه وژل شوي


واشنګټن ــــ د افریقایي هېواد نایجېریا په بورنو صوبه کې د ګورنر پر یوه قافله وسلوالو برید کړی چې په نتیجه کې یې لسګونه تنه وژل شوي او ټپیان شوي دی، د دې برید ذمه واري له داعش سره تړلې بوکو حرام ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د نایجېریا امنیتي سرچینو د شنبې- خالي په ورځ ویلي، چې د بورنو صوبې ګورنر باباګانا زولوم د جمعې په ورځ په باګا نومي ځای کې د څو موټرو په بدرګه په یوه قافله کې را روان وو، چې وسلوالو ورباندې برید وکړ.

په برید کې لومړی د پینځلسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو، خو پرون ناوخته ځینو سرچینو فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي چې په دې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر 30 تنو ته رسېدلی دی.

د سرچینې په وینا "د مړیو شمېر دېرشو ته ورسېد ځکه چې تر برید وروسته په شاوخوا سیمو کې مړي پراته وو او د پېښې له ځایه روغتون ته وړل شوي دي، په پېښه کې ډېر کسان زخمیان شوي‌ هم دي".

په وژل شویو کسانو کې 12 پولیس عسکر، پینځه پوځیان، څلور د حکومت پلوه ملېشې غړي او نهه تنه عام خلک دي.

د نایجېریال امنیتي سرچینې وایي چې وسلوال په اتو موټرو کې سپاره راغلي او تر دې برید وروسته د پېښې له ځایه د تښتېدو په وخت یې یو بکتربند موټر او شپږ نور سپورټي موټر هم له ځانه سره بېولي دي.

په پېښه کې ګورنر زولوم ته کوم زیان نه دی رسېدلی. نوموړی له حکومتي چارواکو سره یو ځای په سختو امنیتي تدابیرو کې ګابا سیمې ته روان وو او هلته یې د جګړو له کبله د بې کوره شویو خلکو د بیرته ور ستنېدو لپاره تیارۍ کولې.

اسلامک سټېټ (داعش) ډلې، چې د نایجېریا وسوالې ډلې بوکو حرام ډلې یې په 2016م کال کې تابعیت کړی، د اعماق خبري ایجنسۍ له لارې د دې برید ذمه واري منلې او دعوه یې کړې چې په دې برید کې یې دېرش پولیس او پوځیان وژلي دي.

له داعش سره تړلې د غربي افریقایي صوبې اسلامک سټېټ (ای ایس ډبلیو اې پي) ډله په دې سیمه کې له کلونو راهیسې وسلوال فعالیت کوي، چې په دې وروستیو کې یې پر پوځي او سېول اهدافو بریدونه زیات کړي.

په تېره جولای میاشت کې هم دې ډلې د همدې ګورنر زولوم پر کاروان له باګا سیمې بهر برید کړی وو او پر هغه یې ټینګار کاوه چې د دې سیمې سفر منسوخ کړي.

د یوې اندازې له مخې په شمال ختیځه نایجېریال کې د یوې لسیزې په اوږده جګړه کې تر اوسه شاوخوا 36,000 تنه وژل شوي او تر دوه میلینه (شل لکه) زیات خلک له خپلو کورونو کډه شوي دي، چې زیات یې د نړیوالو خوراکي مرستو په تمه د بدحالۍ ژوند تېروي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG