لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وایرس ۶۹۴تازه پېښې مخې ته راغلي،شپږ کسان مړه


پاکستان کې په ناګهاني ډول دکرونا وایرس خوریدو پېښو کې یو ځل بیا زیاتوالی لیدلی شوی اؤ دصحت محکمه وایي په تیر یو شواروز کې د کرونا وایرس ۶۹۴نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

په کرونا د څار ملي مرکز ویلي د ۶۹۴کسانو په کرونا وایرس د اخته کیدو ترڅنګ تیرو څلېریشتو ساعتو کې شپږ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

ددې نوؤ پېښو مخې ته راتلو سره پاکستان کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو شمیره ۸۲۰۵ته رسېدلې ده ده. پاکستان کې ټول ټال درې لکه ۱۰زره اؤ۲۷۵ کسان تر اوسه په کرونا وایرس اخته شوي خو په دوئ کې دوه لکه۹۵زره اؤ ۶۱۳ناروغان بیرته له دې ناروغۍ روغ شوي دي.

شمیرې ښایي چې تراوسه په ګرد هیواد کې ۶زره ۴۵۷کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

څېړونکي وایي پاکستان کې دکرونا وایرس پېښې یو ځل بیا وروسته له هغې سیوا شوي چې په دې وروستیو کې حکومت د کاروباري مارکیټونو،د ودونو دهالونو اؤ دګڼې ګوڼې د نورو ځایونو ترڅنګ دتعلیمي ادارو څخه هم لاک ډاؤن پورته کړو اؤ په دغه هیواد کې ورځنۍ چارې پرته له کوم خطر څخه لکه د پخوا پشان پیل شوې.

د ډاکټرانو وینا ده چې کرونا وایرس لا دپاکستان په ګډون د نړۍ څخه ختم شوی نه دی اؤ داسې هم ویل شوي چې که چرې خلک ددې وایرس په وړاندې بې غوري وکړي نو سر دوباره ددې وایرس خوریدنه به د تیرې څپې څخه هم سخته وي.

دجمعې د ورځې پورې په نړیواله کچه د کرونا وایرس د کېسونو تعداد ۳۲۳۹۰۲۰۴ ته رسېدلی ؤ او ۹۸۵۳۰۲ کسان ترې مړه شوي هم وؤ.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورستۍ د جمعې د ورځې د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس نه د مړه شویو کسانو تعداد د دوه لکه نه زیات شوی دی.

د یونیورسټۍ ترمخه په موجوده وخت کې په امریکا کې د دنیا ترټولو زیات کرونا وایرس کېسونه موجود دي‌. د دې نه پس بیا هندوستان، برازیل، روس او کولمبیا د کرونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG