پاکستان کې دپوځ سیاست کې دلاس وهنې پسر دحکومت اؤ مخالفو ګوندونو ترمنځ د راپورته شوؤ ناندریو وروسته اپوزیشن ګوندونو د حکومت لخوا دګلګت بلتستان په هکله پارلیماني مشرانو څخه د وړاندیزونو اخستو دپاره رابلل شوې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت په ګلګت بلتستان کې د نومبر په 15مه د انتخاباتو او له هغې وروسته دغه سيمې ته د ځانله صوبې حېثيت ورکولو اعلان کړی اؤ په دغه لړ کې دپارلیماني مشرانو نه دمشورو اخستو دپاره دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر سبا د ګل په ورځ یوه مهمه غونډه رابللې ده.
په پارلیمان کې دحکومت تر ټولو دستر مخالف ګوند مسلم لیګ(ن) ویاندې مریم اورنګزیب پخپل یو بیان کې ویلي چې دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر ګلګت بلتستان کې دټولټاکنو دپاره دپارلیماني مشرانو نه دمشورو اخستو کومه غونډه د ګل/دوشنبې په ورځ رابللې ده دهغوئ دګوند لخوا به پکې ګډون نه کیږي.
د مسلم لیګ(ن) ددې پرېکړې وروسته دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعیت علماء اسلام ګوند هم اعلان کړی چې دهغوئ دګوند مشران به هم دغې غونډې ته نه ورځې.
خو یوې بلې سترې حکومت مخالفې ډلې پاکستان پیپلز پارټۍ بیا په غوڅه توګه څه نه دي ویلي چې دغه غونډه کې ګډون کوي اؤ که نا ولې د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي ګلګت بلتستان کې ټاکنو سره دقامي اسمبلۍ داسپیکر اؤ مرکزي وزیرانو هیڅ کار نشته.
بلاول بوټو زرداري ویلي دهغه ګوند دګلګت بلتستان په ټولټاکنو کې دپاکستان دمرکزي حکومت دلاسوهنې غندنه کوي.
په دې وروستیو کې پاکستان کې ګلګت بلتستان سیمې ته دجلا صوبې دحیثیت ورکولو په اړه بحثونه پیل شوي اؤ په دې وروستیو کې دهیواد پوځی سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په دې لړ کې دهیواد دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو سره هم لیدل کتل کړي وؤ.
خو دپوځی سرلښکر اؤ دمخالفو ګوندونو دمشرانو ترمنځ دې پټې لیدنې وروسته له هغې تاوده بحثونه راوپارول چې دمسلم لیګ نواز ګوند مشر میا نوازشریف داپوزیشن ټول ګوندیز کانفرنس ته خپله وینا کې په پوځ سختې نیوکې وکړې اؤ سیاست کې یې په لاسوهنه تورن کړو.
دپوځ په ضد دنوازشریف له دې څرګندونو وروسته مرکزي وزیر شیخ رشید اؤ پخپله د پوځ ویاند هم رسنیو ته وویل چې دمخالفو ګوندونو بیلابیلو مشرانو هم دپوځی مشر سره لیدنې کړي دي.
د پاکستان په سنېټ کې د وړو صوبو سنېټران وايي ګلګت بلتستان ته د جلا صوبې حېثيت ورکولو مخکې بايد ددې په هر اړخ په پارلیمان کې ژور بحث وشي.
ددې ترڅنګ دپاکستان رقیب ګاونډی هیواد هند هم ګلګت بلتستان سیمه دپخواني جمو و کشمیر برخه ګڼي اؤ په دغه سیمه کې دهر رقم انتظامي بدلون مخالفت کوي