لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د اتمانزو جرګې د حکومت سره د خبرو دپاره کميټي جوړه کړې


په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قامي جرګې په سيمه کې د امنيت او اړونده مسلو په لړ کې د حکومت سره د خبرو دپاره کميټي جوړه کړې چې د علاقې مسلې د حکومت په وړاندې کيږدي او که د دوی غوښتنې نه منل کيږي نو جرګه به د راتلونکې تګلاره جوړوي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ وايي دا د اتمانزو څلورمه جرګه ده چې کوي يې، او دوی په هغو وړاندينو غوښتنو خبرې کړي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ په ميرانشا کې په ترسره شوې جرګه کې په لومړي سر کې په سيمه کې د امنيت په ځای کولو غوښتنه وشوه.

هغه زیاته کړه په جرګه کې د شمالي وزيرستان د ټولو کډوالو تر افغانستان پورې د تللو کډوالو د بيرته ستنولو او په پوله په شناخت کارډ د تګ راتګ غوښتنه وشوه.

د اګست په مياشت کې په شوې جرګه کې درېمه غوښتنه شوې وه چې د شمالي وزيرستان ټول معدنيات لکه کاپر، کرومايټ او نور، او ورسره د چلغوزې په ټولو ځنګلونو دې د اړوند قومونو حق ومنل شي او په دغه لار کې جوړ خنډان دې لرې کړی شي.

جرګې څلورمه غوښتنه کړې وه چې د سيمې په يوه علاقه کې دې هم د مشرانو په غېر موجودګۍ کې د څه قسمه پوځي او پولیس عملیاتو څخه ډډه وکړی شي او که بيا هم کوم عملیات کيږي نو د علاقې مشران دې پرې خبر کړی شي او د هغوی په موجودګۍ کې دې ترسره شي.

د جرګې يو بل غړي ملک حبيب جرګې ته په وېنا کې وويل، په دې رياست او حکومت کې د خړ کمر پېښه وشوه 15 تنه ووژل شو د هغې تپوس ونه شو، هغه په حکومت ټکونه وکړه او وی ويل د داسې حکومت ته غوښتنې وړاندې کول کيږي چې هغه هيڅ نه شي کولی.

ملک خان مرجان وايي قبايلي سيمه په صوبه کې ورګډه شوه او په دغه بهانه د علاقې معدنيات قبضه کړی شو، او خلکو ته هيڅ ورنه کړی شو او دغو رويو نيم پاکستان (بنګله دېش) جدا کړی په بلوچستان کې حالات سم نه دي او که د دوی خبرې وانه ورېدل شوې هسې نه حالات بل طرف ته لاړ شي.

په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګه په علاقه کې د امنيت په ځای کولو خبره کوي چې دلته د تندلارو وسله والو پرضد ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي او حکومت او پوځ په علاقه کې د امنيت دعوې کړي، خو نه په علاقه کې امن په ځای شوی او نه د امن راوستو د دعوې سره کډوال بيرته راستانه کړی شوي دي.

خو د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور وايي، د علاقې په صوبه کې د ورګډېدو وروسته که حالات وکتل شي دلته امن دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دلته هغه ډول وژنې نه کيږي حالات ټول په قابو کې دي او زیاته يې کړه په علاقه کې پينځه پېښې د غېرت په نوم د وژنو شوي او په هغو کې ککړ ټول کسان نيول شوي دي.

پوليس افسر د امن په ځای کولو د دعوې بېلګه په وروستيو کې د پوليو کمپاين په توګه وړاندې کړه چې دوی په علاقه کې په پوره توګه د پوليو ضد څاڅکو کامياب کمپاين وکړو او د بد امنۍ هيڅ پېښه پکې ونه شوه.

خو په ميرعلي کې د پوليو کمپاين په مهال د يوې غېر دولتي ادارې د صحت کارمنده په ډزو وژل شوې وه.

شفيع الله ګنډاپور وايي په علاقه کې امنيت په ځای کول د دوی زمه واري ده او دوی به خپله زمه واري په هر ډول پوره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG