لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وبا اغېزو د سکولونو ماشومان په مشقتونو مجبوره کړي


د کرونا وبا له امله چې د سکولونو په کلاسونو کې ماشومان په دوه ورځو وېشل شوي يو زده کوونکی محمداسامه يو ورځ سکول ته ځي او بله ورځ د ګاډو په مستري خانه کې کار کوي، د 50 نه 100 روپو پورې د ورځې ګټه کوي او وايي د مزدورۍ په پېسو ځان ته د سکول خرڅ پوره کوي.

د خېبرپښتونخوا په مردان کې په يوه مستري خانه کې موجود ګڼ شمېر کم عمره ماشومان وايي د غريبۍ له امله يې زده کړې پرېښودي او مستريان وايي د کرونا وبا سره مستري خانې ته د ماشومانو راتلل سېوا شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې يونيسف ترمخه په پاکستان کې له وړاندې نه نزدې 22 ملينه ماشومان د سکولونو نه بهر ادارې د جون په مياشت کې ویلي ؤ د کرونا وبا له امله په نړۍ کې په ملينونو ماشومان مشقت پله تللې شي او دا به په تېرو 20 کلونو کې تر ټولو زياته اضافه وي.

په مستري خانه کې کارکونکی طاهرالله وايي وړاندې به د کار د پاره ماشومان کم راتلل خو اوس چې دې وبا ټول کار په ټپه کړی ډېرو خلکو خپل ماشومان هم په روزګار کړي دي.

ايشين ډويلپمنټ بېنک د تېرې مياشتې په سر کې ویلي ؤ په پاکستان کې 22 لکه خلک د کرونا وبا له امله بې روزګاره کېدي شي او د شمېرو ترمخه د 220 ملينه ابادۍ ۲۵ فيصده د وړاندې نه د غربت د کرښې لاندې ژوند تيروي.

د پاکستان حکومت د کرونا وبا په وخت د احساس پروګرام په نوم 12 زره روپۍ يو مستحق خاندان ته ورکړي او په دې پروګرام کې به د حکومتي شمېرو ترمخه 144 اربه روپۍ ورکولی شي چې نزدې 12 ملينه کورنيو ته به ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG